غزل- ښه سو قسمته په پردۍ میني زهیر دي نه کوم
ښه سو قسمته په پردۍ میني زهیر دي نه کوم
د تورو زلفو په دامنو کي اسیر دي نه کړم
ژبه دي راکړه لکه شمع خو ګونګی دي کړمه
شپه تر سهاره ویلیدم لمبې ته ځیر دي نه کړم
ځواني مي ټوله د ناصح مسألو وخوړله
د لیونو سره یوه شیبه ځنځیر دي نه کړم
لکه نسیم په پټه خوله مي غوټۍ وخندول
د ملالۍ د میوندۍ چیغي تاءثیر دي نه کړم
ما له شهیدي کربلا سره وعده کړې وه
ښه سو خالقه چي یزید په زړه کافر دي نه کړم
د زړه هینداري مي د دار تر کړۍ ولیدلې
ښه چي منصور سوم د زاهد خیرن ضمیر دي نه کړم
ما لکه اوښکه یو ځل ولیدې زره زره سوم
تا د هینداري په څیر مات کړمه تصویر دي نه کړم
ستا تر درباره مي مزلونه پر سکروټو وهل
امیر خو نه وم په سیالانو کي فقیر دي نه کړم
د جهاني په څیر مي وسوځل پانوس کلونه
شپې مي بوډۍ کړې مګر پوه په خپل تقدیر دي نه کړم
د جون دوولسمه ۲۰۰۳ ویرجینیا