آیا مېږیان هم ږغېدائ سي ؟
چی میږیان خبری کوی ، خو ماده پرستانو او
منکرانو به تمسخر کاوه او ویل به یې چی
میږیان څنګه خبری کولای سی ؟ مګر نن ساینس دا ثابته کړه چی هو ، میږیان باالکل خبری کوی او د افهام او تفهیم پوره وړتیا لری
.
ساینس پوهان وایی چی یو وخت به
ووینو چی میږیان به خپل پوځ لری ، دوری
هوری به ځغلی ، هدایتونه به اخلی
او حمله به کوی . هغوی زیاتوی چی دغه حشرات یو د بل سره خبری کوی او تر نورو
مخلوقاتو ډیر هوښیار او ځیرک دي . هغوی
په دې وروستیو
کی دا کشف کړه چی میږیان پر خپل نس باندی
یوه حصه چی انګشتانې ته ورته ده ، وهی او د یو مخصوص اهتزازي ږغ د تولیدولو په واسطه د نورو میږیانو سره ارتباط قایموی
. ساینس دا هم ثابته
کړې ده چی میږیان هم د شاتو د مچیو غوندی
ملِکه لری او د هغېامرونه منی
. د میږیانو ملکه هم تر خپل رعیت غټه وی او د هدایاتو منبع یې ده .
په ۲۰۰۹ کی د برتانوي
او هسپانوي ساینس پوهانو یو ټیم وتوانېد چی
د میږیانو د ملکې ځانګړی ږغ د ۴۰۰ میږیانو په یو غار
کی د څلور ملی متري مایکروفونونو په
ایښودلو سره کشف او ثبت کړی او هغه ږغ بیرته
نورو میږیانو ته کښېږدی .
د آکسفورډ پوهنتون پروفیسور ( جرمی
توماس )
چی په دې څیړنه کی برخه لرله ، وویل چی کله موږ نورو میږیانو ته د
هغوی د ملِکې
ږغ وږغاوه ، نو هغوی هم یو مخصوص
وضعیت وښود . یعنی
هغوی په داسی حال کی بې حرکته او تیار ودرېدل چی خپل آنتنونه
یې د سپیکر خواته جګ نیولی وو ، خپلی
ذامی یې څو ساعته اوږدې نیولي وې ، یعنی
داسی که څوک او هر شی نږدې ورسي ، باید حمله پر وکړی .
ساینس پوهان وایی چی
میږیان د
مقابل طرف اهتزازي یا ارتعاشي ږغ اخذ کوی او ښایی د بدن کومه برخه یې د داسی
اهتزاز ( ویبرېشن
) لپاره چی په هوا کی خپریږی
، د اورېدلو دنده اجرا کوی . میږیان ګڼ شمیر ږغونه اوری او خپل
مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او هماغسی اجرأت کوی . د میږیانو ملکه خپل نس موښی او هغوی ته د خبرو او افهام
قابلیت ورکوی ، کارګران ځانته رابولی او
خبر یا هدایت ورکوی .
اوس به د ساینس لاسته
راوړنې د قرآن مجید د پوهونی
سره و ارزوو . میږیان څلور شیان ښه پیژنی چی
هغه انسانان ، حیوانان ، دوستان او دښمنان دي چی په قرآن کی ذکر سوي او ساینس منلی
دي . د قرآن د النمل سورت اتلسم او نولسم نمبر آیتونه دې موضوع ته ښه
اشاره کوی : « د لارې پر
اوږدو چی
کله هغوی د میږیانو ( کښتنۍ ) وادي ته راورسېدل ، نو د میږیانو څخه یوې وویل : اې
میږیانو ! خپل مسکن ( یعنی ټاټوبي ) ته ننوزﺉ ، داسی نه چی سلیمان او د هغه ډله ( پوځیان ) تاسو په غلطۍ سره
لټپېر نکړی ( تر
پښو مو لاندی نکړی . ) » (
د قرآن اووه ویشتم نمبر سورت یعنی النمل
: اتلسم آیت ) .
په دغه آیت کی اړونده
میږي پېښېدونکیً خطر ( چی دوی ورسره مخامخ
کېدونکي وو ) په څلورو مرحلو کی څرګند کړ :
لومړی ـ « اې میږیانو ! » :
دا لومړنی خبردارﺉ دی چی میږی د نورو میږیانو پام بېله ځنډه او ژر رااړوی
. په
دې اعلان یا خبرداري سره نور میږیان د تیارسیً په حال کی راځی تر څو مابعده
هغه سیګنلونه پسی تر
لاسه کړی چی عین میږی به یې ورته ووایی .
دوهم ـ « خپل مسکن ته ننوزﺉ »
: دلته
خبر ورکونکی ( یعنی ملکه ) خپل بل سیګنل ور
وړاندی کوی او هدایت ورکوی چی هغه کار وکړﺉ چی باید ویې کړﺉ ، یعنی هغه څه به کوﺉ چی لازم وی .
درېیم ـ « مبادا چی سلیمان او د هغه ډله مو چختاڼ
نکړی » : په دې ټوټه کی متکلم میږی ( یعنی
ملکه ) خپلو اتباعو میږیانو ته د اړونده خطر دلیل وایی چی موضوع له څه قراره ده .
څلورم ـ « بېله دې چی هغوی پوه سي ، یا
اشتباه ونکړي »
: میږیان د
مخکنیو خبرداریو په دوام د یو عکس العمل په توګه د دفاع لازم اقدامات کوی یا ګام
اوچتوی . خو مشر میږی ( چی ملکه ده ) خپلو اتباعو ته ډاډ او هدایت ورکوی چی د خطر
پر منبع باندی باید حمله ونسي دا ځکه چی هغوی اصلی دښمنان نه دي . او هغه ( یعنی
سلیمان علیه السلام )
نه غواړي چی قصدأ د میږیانو پر سلطنت حمله
وکړی . سلیمان (ع) او د هغه پوځیان خبر
نه دي چی پر لاره یې میږیان موجود دي . نو ځکه میږیان هم هغوی خپل دښمنان نه
بولی .
ښه ، دا چی د میږیانو ملکه خپل
رعیت خبردار کوی چی پر سلیمان (ع) باندی برید ونکړﺉ ، دلته د ساینسي پلوه یو
عجیب راز نغښتی دی . هغه دا چی میږیان د ارتباط نیولو خاص کیمیاوی
شِفرونه
لری . دا چی موږ پورتنی خبردارﺉ پر څلورو برخو وویشیً ، آیا
پوهیږﺉ چی ساینس په دې هکله
څه لری
؟ وبه یې څیړو :
میږیان د خطر یا خبرداري پر مهال
خپل تر منځو کیمیاوی ارتباط قایموی او کله چی د معلوماتو د تبادلې سرعت
لازم وی ، نو دغه خبردارﺉ د دفاع د
کیمیاوی سیګنلونو په ترشح
یا افراز سره مشخص کیږی . د
هغوی دفاعي غدې د خبرداري او دفاع د رول ادا کولو مسؤلیت لری . مثلأ کله چی
میږیان
د کوم خطر
سره مخامخ سی ، نو
د دفاعی غدو څخه څو ذرې مایعات افراز کوی
تر څو نور میږیان خبر کړی چی وځغلی او د خپلو انتنونو
په واسطه اهتزازات ( ویبرېشن ) تولید کړی
او په دې ډول د تیارسیً احوال ورکوی .
نو لومړنۍ
هغه ماده چی ترشح کیږی ، « الډیهایډ
هیګسانل » نومیږی . دغه ماده د میږیانو پام رااړوی او هغوی باخبره کوی او
په دې ډول یې انتنونه جګ کوی تر څو نور بویونه ولټوی .
کله چی هغوی وروسته «
هیګسانول
» ترشح کړی ( چی الکولی مواد دي ) نو میږیان تیارسیً کیږی او پر هره خوا ځغلی تر څو
د ستونزی یا خطر منبع پیدا کړی .
خو کله چی « انډي کېنن » ترشح کړی
، نو میږیان د خطر منبع ته
رسیږی او هر هغه خارجی شی چیچی چی د غار په حدودو کی یې وی .
کله چی اصلی هدف ته ور نږدې سی ،
نو یوه خاصه ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی چی هغوی یرغل ته چمتو کوی او هم یې د
ځاني قربانۍ جذبه لوړوی .
فلهذا ، دغه کیمیاوی ارتباط د
خطر پر مهال خورا اهمیت لری
. دغه
هره ماده خپل خپل کوډ ( شِفر ) لری چی یوه ځانګړې لهجه یې ضمیمه وی .
اوس که موږ دغه کیمیاوی ارتباط د پورتني قرآني آیت د څلورو برخو سره پرتله
او مقابله کړو ، نو
دې نتیجې ته به ورسیږو : هغه
مواد چی اړونده میږی ( یعنی ملِکه )
یې په دغسی حالت کی د خپل بدن څخه افرازوی ، څلور ډوله دي
او هره ماده یې ټاکلې ژبه او کوډ لری ،
یعنی :
لومړی ـ «
الډیهایډ هیګسانل » لومړنۍ هغه ماده ده
چی میږی یې هغه مهال افرازوی چی خطر احساس کړی او کېدای سی دې ته د « خطر زنګ ـ
سایرن » ووایو . د هغه په اورېدو سره
نور میږیان پر یو ځای راغونډیږی ، چمتو
کیږی او مابعده سیګنلونو ته منتظر کیږی چی په څه باره کی به وی . دا
هماغه د پورتني آیت لومړنۍ برخه راپیژنی
چی وایی « اې میږیانو ! » .
دوهم ـ
وروسته اړونده میږی ( ملکه ) خپله دوهمه کیمیاوي ماده ترشح کوی چی «
هیګسانول »
نومیږی .
د دې په افراز سره میږیان هری خوا ته
ځغلی چی اصلی شی پیدا کړی . هغه
میږی چی دغه ماده تولیدوی باید متوجه وی چی ټول میږیان به واقف کوی چی ایسته او
ګوښه سی . او دا باالکل هغه څه دی چی په
دې آیت کی اړونده میږي نورو
ته احوال ورکړ چی خپل غار ته
ننوزﺉ . دا
د متکلم لخوا یوه لارښوونه ده چی خپلو اتباعو ته یې صادروی . په
دې ډول هغوی اصلی خبري ته متوجه کوی چی نن هم ټوله میږیان همداسی کوی .
درېیم ـ «
انډي کېنن » ورپسې هغه کیمیاوی ماده ده
چی میږی یې ترشح کوی . دغه ماده د خطر
علت ورښییً او دا هغه څه دی چی
اړونده میږي د
آیت په درېیمه برخه کی ووایه ( یعنی :
مبادا چی سلیمان او د هغه پوځیان مو تر
پښو لاندی نکړی ) . نو کله چی میږیان دغه ماده تر لاسه کړی د اړونده خطر سره مخامخ
کیږی . نو چی تیار سي ، وار څلورمی مادې ته رسیږی
.
څلورم ـ په
وروستي پړاو کی متکلم میږی یوه خاصه
کیمیاوي ماده افرازوی چی « بټی لوکټینل » نومیږی . دلته متکلم میږی د دفاع امر کوی او د دفاع نوعیت یا ډول ورښیی . ورته وایی چی سلیمان
(ع) او پوځیان یې « په غلطۍ یا بې خبرۍ
سره تاسو لټپېر نکړی » . دلته هغوی د حملې څخه منع کوی تر څو
مرګ ژوبله پېښه نسی .
خو کله
چی سلیمان (ع) دالهی
پیرزوینی په مرسته د میږي دغه خبردارﺉ او فریاد واورېدﺉ نو موسکا یې وکړه
او الله تعالی ته یې شکر ادا کړ ( مابعده
آیت ) . د
پورتنۍ موضوع د ښه وضاحت لپاره لاندینی
جدول مرستندوی او
ګټور دی :
شماره …. د اړونده آیت برخی ……………..…………
کیمیاوی مرکبات
۱ …….. اې
میږیانو ! …………………………
هیکسانل
۲ …….. خپلو
غارونو ته ننوزﺉ …………………… هیکسانول
۳ …..… مبادا سلیمان او ډله
یې تاسو لټپېر نکړی ……
انډي کېنن
۴ …...… په
بې خبرۍ سره …….………………….. بټی
لوک ټینل
ښه ، دا چی پخوا به غیر مسلمانانو ، آن له اسلامه منکرانو ملنډی
وهلې چی میږیان څنګه خبری کولای سی ، او
د قرآنکریم دغه آیت به یې استهزا کاوه ، خو نن په بشپړ ډول سرځوړي سوي
او د دغو نوو ساینسی انکشافاتو په وړاندی ګونګیان
دي .
په زړه پوری لا دا چی پورتنی
قرآنی آیت هم د نورو ټولو آیتونو غوندی
د ستری معجزې څخه ډک دی ، یعنی :
لومړی دا چی ۱۴۰۰ کاله مخکی یې
هغه څه ویلی وو چی ساینس فقط څلور کاله
مخکی کشف کړل ؛
دوهم دا
چی فرمایلی یې دي چی اړونده میږی « نر » نه بلکی « ماده
» وه ! په دې هکله هم تر څو کالو وړاندی پوری هیڅوک نه پوهېدل چی اړونده میږی څنګه ماده و ؟! خو اوس چی ساینس ثابته کړه چی میږیان هم
ملِکه
لری او هغه یې مشري کوی ، نو د قرآن دغه
آیت هم د لمر غوندی وځلېد او د منکرانو ، مرتدانو
او دهریانو خولې یې وګنډلې او که هغوی
لږ وجدانی احساس ولری نو باید بیرته
مسلمانان سی او توبه وکړی ؛
درېیم دا چی د قران مجید همدا
آیت په هغه سورت کی واقع دی چی النمل
نومیږی یعنی میږی ! الله تعالی دغه ټول سورت د میږي په نوم سره نازل کړی دی چی دا
پخپله یوه معجزه ده او د دې سورت د ریاضی معجزې د لیکوال په بل اثر ( قرآنی
ریاضی ،
۳۰۴ ـ ۳۰۵ مخونو )
کی څیړل سوي دي .
په هر صورت ، روایت دی چی یو
وخت کوم جليل القدره بزرګ سړﺉ کوفې ته راغلئ . ډېرخلګ ورته راټول سول . د وعظ او نصیت څخه
وروسته یې وويل چي که هرڅوک پوښتنه لرﺉ ويې کړﺉ . امام ابوحنيفة (رح)
هم په دې مجلس کي حاضر و چی دا مهال نوئ ځوان وو . ده د دغه عالم څخه وپوښتل چی هغه
میږی چی د سلیمان (ع) سره یې خبری وکړې او د قرآن مجید د النمل په سورت کی یې ذکر
هم راغلی دی ، آیا نر وو که ماده ؟
بزرګ
چي دا سوال واورېدئ نو پټه خوله سو .
بيا امام صاحب ورته وويل چي د سليمان عليه السلام دغه
ميږی ماده وه . دا
ځکه چي الله (جل جلاله) په قرآن کريم کي په خپل دغه قول یعنی : «قالت نملة» کی
د قالت فعل مونث فعل ويلئ دئ ، نو که هغه
مېږَی نر
وای الله
پاک به داسي فرمايلي وای : «قال نملة» . په دې معقول ځواب سره هغه
عالم ډیر
خوښ او ابو حنیفه خورا پر ګران سو (
اخلاقی کنایې ، لومړی جلد ، د لیکوال اثر : ۱۱۳ ـ ۱۱۴ مخونه )
.
اسلامی جیدو عالمانو ویلی دي چی
الله تعالی به دغه میږی هم د نهو نورو حیوانانو غوندی جنت ته داخل کړی . پوره تشریح یې د لیکوال په بل اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ) کی راغلې ده .
ښه ، دا چی میږیان هر ډول ږغونه اوری خو خپل
مطلوب ږغ ورڅخه فلټر کوی او د هغه مطابق عمل کوی ، آیا داسی نه
ده چی الله تعالی فرمایی چی ټول مخلوقات زما ثنا وایی خو تاسی نه په پوهیږﺉ ؟! (
الاسرأ : ۴۴ ) .
پروفیسور رابرټ هیک لینګ وایی چی
میږیان زموږ د خبرو په وړاندی غبرګون نه
ښیی او نه یې اغیزمن کوی . مګر که موږ هغه په مطلوب اهتزاز کی راولو نو هغوی اغېزمن
کوی او عکس العمل ښیی . پس دا ثابتیږی چی میږیان هم کټ مټ د انسانانو غوندی خپله
ژبه لری او
یو خاص ملت دی . ساینس پوهانو معلومه کړې چی دوولس
زره ډول ډول میږیان موجود دي چی مجموعي تعداد یې تر انسانانو
زیات دی . نو
ځکه الله تعالی فرمایی چی ټوله حیوانان او
مرغان ستاسو غوندی ملتونه دي ، موږ په دې کتاب کی هیڅ شی هم نه دی پرې
یښی او ټول به بیرته راغونډیږی ( الانعام : ۳۸ ) . قرآن فرمایی چی موږ به خپلی نښی
په کاینات او پخپله د دوی په دننه کی هم ورښکاره کړو تر څو دا ورته ثابته سی چی
دا حقیقت دی… ( حم السجده : ۵۳ )
.
نو لوی او
مهربان خدای دی پر هغه څه د کولو توفیق راکړی چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي
یو او همدا اوس هم ډیر
ناوخته نه
دی! ( پورتنۍ لیکنه د لیکوال د ناچاپه اثر : قرآنی ساینس څخه
رااخیستل سوې
ده ) .
دلته ماده میږی ( یعنی ملِکه ) لیدل کیږی چی خپل رعیت یې راټول کړی دی او
هدایت ورکوی .