یو بهرنی پوځی مړ ، ۶ محلی پولیس تسلیم سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 17th, 2013


ناټو په خپله تازه خپرپاڼه کی لیکی چی تیره ورځ یو خارجی پوځی د افغانستان په جنوب کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو ، خو د پیښی دقیق ځای او د دې مړینی علت او د اړونده پوځي هویت یې څرګند نکړ .

د یو بل خبر له مخی چی ( خامه پریس ) ورکړ ، تیره شپه د بادغیس ولایت په بالامرغاب کی شپږ محلی پولیس د خپل قوماندان په شمول طالبانو ته تسلیم سول او د ځانو سره یې زیات مقدار مهمات او وسلې هم وړی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024