زابل په سیوري ولسوالۍ کی یوروغتون پرانیستل شو

جاويد احمد تنوير | جون 19th, 2013


دغه روغتیایی مرکز دچهارشنبي په ورځ دیو لرمراسیمو په ترځ کی پرانیستل شو، دعامي روغتیا چارواکی وایی دغه روغیتایی مرکز دسیوري په ولسوالۍ کی دولایتي بیا رغوني ډلي په مالي مرسته دیوه کال په موده کی ددوه سوه نیوي زره امریکایی ډالرو په ارزښت ورغول شو، دزابل دوعامي روغتیا مرستیال زمري سلطان وایی یاد روغتون دسیمي په کچه یو اساسي روغتون بلل کیږي او په خبره یی د۱۶ بستریزو خونو په درلودلوسره دلسګونو ناروغانو دبسترولو وړتیا لري ، دمرستیال په وینا ددي روغتون په جوړلوسره به دنوموړي ولسوالۍ دډیری اوسیدونکو روغتیایی ستونزي هواري شی ،
دسیمي یوشمیر اوسیدونکي دعامي روغتیا ریاست دغه کار دستایني وړبولي او زیاتوی چی دغه پروژه دخلکو لپاره یو حیاتي ارزښت لري اوباید پروخت ورته دارودرمل راوړل شی ،
دزابل دعامي روغتیا چارواکی پداسی حال کی په سیوري ولسوالۍ کی دیوه روغتیایی مرکزدفعاله کولوخبر ورکوي چی ددي ولایت داکثرو ولسوالیو ځایی اوسیدونکی په خپلو سیموکی دروغتیایی اسانتیاو له نشتوالي شکایت کوي ، خو دعامي روغتیا چارواکی وایی هڅه کوي ترڅو دټولو ولسوالیواوسیدونکوته روغتیایی خدمات ترسره کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024