دطلوع په ټلویزیون کي د(عفت)په نامه دترکي سریال خپرول منع شو

59 | جون 22nd, 2013


کابل: په افغانستان کي درسنیودڅیړونواوسرغړوني کمیسیون پرون پریکړه وکړه،چي د(عفت)په نامه دتلویزیوني سریال خپرول دي سرله ننه د(۱۳۹۲)کال دچنګاښ دمیاشتي په لمړي نیټه منع اوبندشي.دکمیسیون غړود(عفت)سریال دافغاني ټولني ددوداواخلاقي ارزونوپرخلاف وګاڼي اودسریال پرخپرولو یې سمدستي بندیزولګاوي .
د(عفت) په نامه سریال په ترکیه کي جوړ شوی اودڅومودي راهیسي دطلوع تلویزیون په څپوکي خپریږي . په سریال کي عفت دیوي نجلۍ نوم دي،چي په دي سریال کي مرکزی رول لوبوي.
دیادوني وړده،چي تیره اووني دولسی جرګي غړوداطلاعاتواوکلتوروزیرولسي جرګي ته راغوښتی وو،اودرسنیواوتلویزیونودخپرونوپه هکله یې هغه ته یوه میاشت ضرب الاجل وټاکي،ترڅودتلویزیونو دناوړوسریالو دنشراتودبندولو په اړه ګړندي ګامونه پورته کړي.دولسی جرګي یوه غړي عبدالستارخواصي وویل،هغه رسني چي داسلامي او افغاني اخلاقوپرضدعمل وکړي،پرهغوباندي جهادروا دي.دخواصي پرڅرګندونو دمدني اوکلتوري ټولنوغړو،دلیکوالانواوژورنالیستانودټولنوغړوسختي نیوکي وکړي اودهغه څرګندوني یې دافغانستان دمدني قانون اودرسنیو دآزادي پرخلاف عمل وبالي.

Copyright Larawbar 2007-2024