دنورستان لپاره د طالبانو والي وژل شوی دئ

59 | جون 22nd, 2013


زموږهمکارخبریال زردادشینواری ( پارون ) خبر راکوي چي دنورستان امنیتي چارواکي ادعا لری، چی ددي ولایت لپاره دطالبانونومول شوی والي شیخ دوست محمدتیره ورځ په یوه هوایی بریدکي وژل شوی دئ.
ددي ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وایې، چي تیره ورځ غرمه مهال دکنړولایت دغازي آبادولسوالۍ دډایګل په سیمه کي دنورستان لپاره دطالبانووالي شیخ دوست محمدخان دخپلو اوونوروملګروسره دامریکادبي پیلوټه الوتکې په بریدکي وژل شوی دئ. دده په ویناچي په وژل شووکسانوکي دري تنه پاکستاني اوڅلورتنه دشیخ دوست محمدخاص ساتونکي شامل دي.
عمریاروایی،چي دوست محمد خان په نورستان کی دطالبانو ترټولو پیاوړۍ سړی وه اودده له وژل کیدووروسته به دطالبانوفعالیتونه ترډیره حده کم اومحدودشي.
دغازي آبادیوشمیراوسیدونکي بیاوایی،چي شیخ دوست محمد خان په یاده پیښه کي نه دئ وژل شوی ،ولي یوشمیربهرني اوکورني طالبان وژل شوي دي .
که چیري دشیخ دوست محمد مړینه په رښتیاسره ثابته شی نودا به په نورستان کي دطالبانولپاره ترټولو ستره ضایعه وي. بل لوری وسلوالوطالبانو دشیخ دوست دمړینی په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي.

Copyright Larawbar 2007-2024