جېمز ډوبينز له لومړي وزير نواز شريف سره وکتل

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 25th, 2013


اسلام اباد :دبي بي سي خبر له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو د ولسمشر ځانگړي استازي جېمز ډوبينز په اسلام اباد کې له لومړي وزير نواز شريف سره پر افغانستان، قطر کې طالب دفتر او د سيمې پر چارو خبرې وکړې.پاکستاني چارواکي وايي چې لومړي وزير نواز شريف په دغه ليدنه کې ټينگار لارۀ چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان غوښتنه ده.تر دغې ليدنې لږ وروسته ښاغلي شريف افغان ولسمشر حامد کرزي سره تيلې فوني خبرې وکړې.کابل کې چارواکي وايي چې په دې تيلې فوني خبرو کې لومړي وزير شريف ولسمشر کرزي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه.په دې وروستيو کې د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د ولسمشر کرزي سختو نيوکو اسلام اباد قهرولى و.پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيک عمق په زور او يا زموږ د ادارو په کمزوري کولو نه شي ترلاسه کولى. “د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي پاکستاني رسنۍ په دې خوښې نه وې چې ولسمشر کرزي له يوۀ پاکستاني خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې پر ډيورنډ کرښه خبرې کړې وې او ويلي يې و چې په رسميت به يې ونه مني.د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وويل: افغانانو د ډيورنډ کرښه په رسميت نه ده پېژندلې ،فشارونه، تاوتريخوالى او ترهگر بريدونه به يې پرې ونه مني. پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيک عمق په زور او يا زموږ د ادارو په کمزوري کولو نه شي ترلاسه کولى. پاکستان په يوۀ باثباته او سوله ييز افغانستان کې ستراتيژيک عمق موندلى شي چې له افغانستان او منځنۍ اسيا سره اقتصادي اړيکي پرې ومومي. د افغانستان پر ضد د طالبانو کارول تر موږ پاکستان ته اوس ډېر جدي خطر پېښوي”پاکستان دا خبره ردوي او وايي تل يې د افغان سولې لپاره کار کړى دى.د ولسمشر اوباما له ځانگړي استازي سره د نواز شريف په ليدنه کې د پاکستان د پوځ لوى درستيز او د ملي امنيت سلاکار هم ناست وو.پاکستاني چارواکي وايي چې لومړي وزير نواز شريف د ولسمشر اوباما ځانگړي استازي ته ويلي چې ” د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان گټې خوندي دي.”لومړي وزير نواز شريف ښاغلي ډوبېنز ته ډاډ ورکړى چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړى وي.پاکستاني لومړي وزير غوښتي چې پر افغان چارو دې اسلام اباد او واشنگټن سره نژدې تماس وساتي.دامریکا ځانګړي استازي د پاکستان دپوځ مشر او لومړي وزیر سره دافغانستان دسولې پروسې او قطر دفتر په اړه خبرې وکړې.د پاکستان ددولتي اژانس ( ای پي پي ) د راپور له مخې افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبینز چې ، اسلام اباد ته رسیدلی و، لومړي وزیر نواز شریف سره په داسې حال کې ولیدل چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم شتون درلود. ددې لیدنې پر مهال دامریکا ځانګړي استازي پاکستانيو چارواکو ته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د وروستیو پرمختګونو او د طالبانو د قطر ددفتر په اړه معلومات ورکړلد راپور له مخې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ددې لیدنې پر مهال یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې دافغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی او پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې ملاتړ کوي.هغه زیاته کړې چې افغانستان یو مهم پړاو ته په داسې حال کې داخل شوی چې امریکایي ځواکونه له دغه هیواد څخه د وتلو په حال کې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024