دهرات والي داوودشاه صباپه خپله خوښه له دندې څخه لیری شو

59 | جون 27th, 2013


هرات:دهرات والي نن غرمه مهال شاوخوا يولس نيمې بجې، دهرات دسيمه ييزوادارودمسوولينو په حضورکې،خپله استعفا وړاندې کړله.ډاکترصبادخپل ګوښه کيدو لامل ددغه ولايت په سيمه ايزواداروکې دپراخ فسادشتون اوګډوډي په ګوته کړه .هغه وویل ،غوښتل مي ددغه ولايت په سيمه ايزواداروکې اصلاحات راولم ،مګرحکومت زماغوښتنو ته پاملرنه ونکړله.
ښاغلي صبادسيمه ايزوارګانونو اداره له فاسدوچارواکو څخه په ملاتړتورنه کړه اودهرات ولايتي شورا یې دمعاملاتو دلارښوني دفترپه شان وګاڼي.داوود شاه صبا وايي په دغه ولايت کې اداري فسادخلک ترپوزې راوستي دي او هغه کړۍ چې له نوموړي سره سياسي اختلاف لري ،ددې ولايت دناامنيو اودکارونوپه وړاندې دخنډلامل کيږي.
دهرات پخوانۍ والي، ډاکټر داوودشاه صبا وایي: «نه غواړم دخپلو اصولوخلاف په بې مسولیتی سره ترهرډول شرایط لاندې دندې ته دوام ورکړم او دداسې هڅو شاهد واوسم چې په قصدي توګه داوسني ادارې دناکامولوپه خاطرترسره کیږي.»

له بلې خوا دمدنې ټولنې يو شمير مسوولين په تيرودريوکلونو کې په هرات ولايت کې دډاکترداوودشاه صباکړنې دستاينې وړګڼي.
دهرات ولایت دمدني ټولنې یو ه غړی،وویل: «په هرات کې دمدني ټولنو اوسیاسي ګوندونو ترمنځ دهمغږۍ په رامنځته کولو او یو بل زغملو کلتورپه رامنځته کولو کې د والي کارونه دستاینې وړدي،دغه والي بایدلږنوره موده هم په دنده کې پاتې وای څو یې خپل پاتې کارونه یې بشپړ کړي وای.»
بل لوري دهرات ولایت دسیاسی چاروشنونکي دوالي استعفا دوالي اودمجاهدينو دشورا او ددې ولايت دښاروالۍ ترمنځ مخالفتونه بولي،ددوی په اندددولتي ځمکو غصب او له زورواکو څخه ديوشمير ځمکو بيرته اخيستل دهرات دوالي دګوښه کيدو لاملونه بلل کيږي خودهرات ولايت يو شمير اوسيدونکي په دې اړه بيلابيل نظرونه لري.
که څه هم د هرات والي ټينګار کوي چې خپله استعفا يې ولسمشرته ليږلې خو روښانه نه ده،چې دهغه استعفا به دښاغلي کرزي لخوا ومنل شي اوکه نه.مګردهرات والي بیله دي چي،دکرزي پریکړي ته انتظاروکاږي خپله استعفا یې دولایت دسیمه ایزواداروپه غونډه کي اعلان کړه.
دهرات پخواني والي ډاکټرصباڅلورځله خپله استعفا جمهوررئیس کرزی ته وړاندي کړي وه ،ولي حامدکرزی دهغه استعفا ونه منله. تراوسه لا جوته نه ده چي دښاغلي صباځای ناستي به څوک شي.

Copyright Larawbar 2007-2024