افغانستان دکرکټ دنړیوالې شورادویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ

59 | جون 28th, 2013


کابل:پژواک خبری آژانس خبرورکوی چي په لندن کې دکرکټ دنړیوالې شورا لخوا افغانستان ته ددویمې درجې ( ایسوسي ایټ) غړیتوب ورکړل شو.
دکرکټ دنړیوالې شوراکلنۍ غونډه پرون په لندن کې پیل شوې ده،چې دافغانستان لخوا دکرکټ بورډاجراییوی رییس ډاکټرنورمحمدمرادپکې ګډون کړی دی.
ډاکټرنورمحمد مرادوویل چې د ای سي سي کلنۍ غونډې ته هم افغانستان وړاندیزونه اوپلانونه وړاندې کړي او دکرکټ دنړیوالې شورا دکلنۍ غونډې په لومړي ورځ دافغانستان پروړاندیز بحثونه وشول او نن دیو لړمراسمو په ترڅ کې دلندن دکرکټ په لارډز ګراونډکې افغانستان ته دا غړیتوب ورکړل شو.
هغه په دې لاسته راوړنې، ټولو هیوادوالو، دکرکټ لوبغاړو او مینه والو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان به د لومړۍ درجې غړیتوب لپاره هم خپلې هلې ځلې جاري ساتی.
ډاکټر مراد وویل : (( افغانستان یواځینی هیواد دی ،چې په ډیره کمه موده کې یې تر سخت محنت او هلو ځلو وروسته دغه غړیتوب ترلاسه کړ.))
سلاکاروزیر او دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شهزاده مسعود هم په دې لاسته راوړنې، ټولو هیوادوالو ،لوبغاړو او دکرکټ مینه والو ته مبارکي ورکوي.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې افغان لوبغاړو د چمن حضوري په ګردو او دوړو کې لوبې پیل کړې وې او دادی اوس ددوی د سختو هلو ځلو او محنتونو له امله په ډیره کمه موده کې یې د کرکټ دنړیوال شورا د دویمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ.
د کرکټ د چارو یو تن کارپوهه مطیع الله عابد وایي چې ددویمې درجې غړیتوب ترلاسه کولو سره دافغانستان کرکټ ته مادي او معنوي ګټې ورسیږي.هغه زیاته کړه چې تر دې وروسته به دکرکټ نړیوالې افغانستان ته له پیاوړو او دلومړۍ درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو سره نړیوالې لوبې برابرې کړي.
د مادي ګټو په اړه عابد وایي چې ای سي سي به له دې وروسته افغانستان ته د کرکټ دپرمختګ په برخه کې بودیجه زیاته کړي او نورې تخنیکي مرستې به هم وکړي.
دکرکټ د چارو یو بل کارپوهه اودلوبې سپورتي موسسې مسوول رحیم ګل څاروان همدا لویه لاسته راوړنه بولي، خو زیاتوي چې تردې وروسته دافغانستان کرکټ بورډ مسوولیتونه هم زیات شول.
هغه زیاته کړه ،دا سمه ده، چې کرکټ بورډ داسیایي شورا اونړیوالې شرایط پوره کړي وو ،خو دوی باید نه یواځې خپل پرمختګونه او لاسته راوړنې دوامداره وساتي بلکې د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو لپاره هم هلې ځلې وکړي.دیادونې وړ ده چې افغانستان تر اوسه داسیایی شوراددویمې درجې اودنړیوالې شوراددریمې درجې غړیتوب درلود.
دلراوبراداره دټولوهمکارانوپه استازیتوب پخپل واردکریکټ ټولولوبغاړو،دکریکټ بوردټولوغړو،اودهیوادپتمنوټولوافغانانوته دزړه له کومي مبارکي وایې،اودوی ټولوته په دي لاره کي لانوري زیاتي بریاوي غواړي.

Copyright Larawbar 2007-2024