په کابل کي د(۵۷) هیوادونوداستازوغوڼډه پیل شوله

59 | جولای 3rd, 2013


کابل:نن سهار(۹)بجي کابل په کي له افغانستان سره دنړۍدمرستندویوهیوادونوداستازوپه ګډون یوه کاري غونډه جوړه شوله.دغونډۍ برخه ګډون کونکي دنده لري،چي دافغانستان سره دتوکیودکنفرانس په بهیرکي دیادوهیوادودمرستوژمني ترپلټنواوغورلاندي ونیسي اودورکړل شوومرستودحساب اوکتاب اودمرستودکارولواوځواب ورکولولړۍ له نږدي نه وګوري.
ددوی په وینا افغانستان بایدنړیوالومرستندویه ټولني ته ددغومرستودلګولوپه هکله ځواب ووایې.داسی ویل کیږي چي ددي غونډۍ په ترڅ کي به دځینوهیوادونوځانګړي ستونځي هم ترڅیړني اوغورلاندي ونیول شي،کوم چي دمرستوپروعدوژمن نه دي.دتوکیوکنفرانس دمرستندویه هیوادونوپه(۲۰۱۲) کال دجولای په میاشت کي په جاپان کي یوه غونډه جوړه کړی وه.نړیوالومرستندویي ټولني هغه وخت ژمنه کړی وه،چي(۱۶) میلیارده ډالره به دافغانستان سره مرسته کوي ،په دي شرط چي دغه پیسي به تر(۲۰۱۶) کاله پوري دافغانستان پرپرمختیایې پروژواوبیارغوني باندي ولګیږي.نړیوالومرستندویه هیوادونو هغه وخت ددغو مرستودشفافیت پرمکانیزم باندي ټینګاروکړي اوافغانستان هم نړیوالو مرستندویه ټولني ته دمرستودشفافیت وعدي ورکړی.
دتوکیوپه کنفرانس کي دنړیوالومرستندویوهیوادونو غوښتنه له افغانستان څخه داوه چي دغه مرستي،دولسمشري په شفافواوزادوټاکنو،دښي حکومت داري په چاري کي،داداري فسادسره دقانون دحاکمیت دپلي کولولپاره کلکه مبارزه،دمرستو اصلي شرط نومول شوی وو.
که چیري دافغانستان دولت دنن ورځې دغونډۍ پرمهال دنړیوالومرستندویه هیوادونو استازوته دتوکيو دکنفرانس دپریکړوپه هکله دحساب کتاب اوشفافیت په ورکړل شوو ژمنواووعدوکي پاتي راشي،نوډیرامکان شته،چي نړیلواله مرستندویه ټولنه به دخپلومرستو په ژمنواووعدوکي له سره غوروکړی.

Copyright Larawbar 2007-2024