یوځانمرګي بریدپګرپه اروزګان کي(۱۲) پولیس ووژل

59 | جولای 5th, 2013


ترینکوټ :داروزګان ولایت دترینکوټ څخه یو تازه خبروایې،چي نن غرمه پریوه بجه یو ځانمرګي بریدګر،چي دملي پولیسوجامي یې اغوستي وي،هغه وخت په ترینکوټ کي دپولیسوقرارګاه ته ورننوتي،چي هغو ی دډوډۍ خوړلو په حال کي وو.ځان مرګي بریدګرخپل ځانته چاودنه ورکړه او(۱۲)پولیس یې ووژل.
ځايي چارواکو دپپښي دتآېیدترڅنګ ویلي،چي په دي پیښه کي پنځه پولیس تپیان شوي اوددرملني لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي. ددي پیښې په هکله تراوسه طالبانوڅه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024