په سویدن کي دري لوڅي ښځي داسلامي حجاب دغندني پرمهال ونیول شوي

59 | جولای 5th, 2013


سویډن:دري مسلماني ښځي نن دسویډن په یوه ښارکي،چي،ځانونه دښځودحقوقو غوښتونکي اوملاتړي بولي, اوداسلامي مقدساتوغنده یي کوله ،دسویډن دپولیسولخواه ونیول شوي.
دخبرسرچینه وایې،دغه ښځي،چي داسلام دایدیئولوژی (دفیفنزم )څخه یې پیروي کوله دښځوداسلامي حجاب پرضدیې غبرګونونه ښکاره کړل.دوی په ستاکهلم کي دمسلمانانویوه مسجدته دحجاب اوبُغراسره ورننوتلي اوناري يي وهلي چي موږاسلامي حجاب نه غواړو.ویل کیږي،چي هغه وخت په مسجدکي لمونځ کونکي مسلمانان نه وو. ولي دمسجدکارکونکي اودځينورسنیواستازي،چي ددي پیښي په هکله یي مخکیني مالومات درلودل هلته موجودوو.یوعینی شاهدرسنیوته ویلي،چي دغه دري ښځي دحجاب اوبورقي سره مسجدته راننوتلي اودڅولنډوشیبووروسته یې سرترنوکه ټول کالي اوجامي له ځان څخه لیري کړلي اولوڅي لغړي ودریدلي.رپوټ وایې،چي وروسته دغه دري لوڅي ښځي دمسجد دکارکونکولخواه ونیول شوي اودسویډن دولتي پولیسوته وسپارل شوي.
دیادولو وړده،چي تیرکال په روسیه کي هم دري انجوني (دروک موسیقي غړی)په مسکوکي یوي مذهبي کلیساته ورننوتلي اوبیا یې هلته په ګډیدواو ډانسونوباندي پیل وکړي.دوی دروسیه دولسمشرپوتین پرضدناري وهلي .دروسیه پولیسو هغوی ونیولي اومحکمي ته یې معرفی کړلي. وروسته محکمي دوي ته ددووکالودبندسزاوټاکله.دمحکمي قاضی وویل دوی ته دغندني په اړوندنه بیلکي ته دمذهب دمقدساتوته دتوهین او بی احترامي په خاطرجزا وټاکل شوه .
یادونه:
فیفنزم=(feminine )یوه فرانسوی کلمه ده،چي دښځواونارینه حقوق یوشان اوبرابروالي ته وایې .لکه دښځوآزادي،ښځي اونارینه په سیاسی ،اقتصادي او اجتماعي چاروکی یوشانته حق لري.

Copyright Larawbar 2007-2024