ډاکتررنګین سپنتا:سوله په زاریو لاسته نه راځې

59 | جولای 6th, 2013


کابل:دملي امنيت په برخه کي دجمهوررئیس دملي امنیت شوراسلاکارداکترسپنتا وايي،ترهغه پورې،چې نړيوالومتحدينوسره دګډې ستراتيژۍ په اړه واحدنظررامنځ ته نه شي،له هغوى سره هرډول مشترکه ستراتيژي اوستراتېژیک تړون بې معنا دي.
دملي امنيت سلاکار ډاکټررنګين دادفرسپنتا دغه څرګندونې،تیره ورځ په کابل کې افغانستان له( ٢٠١٤)کال وروسته ترنامه لاندې په يوه غونډه کې وکړی.
نوموړي له امريکاسره دامنيتي سنددخبروځنډول دحکومت ښه اقدام وباله اوزياته يې کړه،چې افغانستان له نړۍ سره پراخي اوستراتيژيکې اړيکې غواړي،داځکه چې دوى نه غواړي يو ځل بيا افغانستان منزوي شي اودګاونډيانودبريدونو په ډګرتبديل شي.
خو هغه ټينګاروکړ:”له نړۍ هم غواړو چې له موږسره ستراتيژيک ګډۍ اړیکي ولري.
نوموړي زياته کړه:حکومت اواړونده مسوولين بايدپه دې فشارراوړي،چې له نړيوالو سره زموږستراتيژيک مشترکات معلوم شي،ترڅودهمدغومشترکوستراتيژيودتحقق لپاره ستراتيژيک تړونونه ولرو.
سپنتا وايي،متحدينو ته يې پيغام دادى، چې په افغانستان کې دسولې، ديموکراسۍ دتقويې،داقتصادي او اجتماعي پراختيا لپاره له نړۍ سره پراخه همغږي اوستراتيژيکه همکاري غواړي،خو هغه مهال چې ګډه ستراتيژي نه وي،دستراتيژيکو همکاريو په اړه هرډول خبرې بې معنا دي.
دملي امنيت شوراسلاکارډاکټرسپنتا دسولې روان بهيرته په اشارې سره وويل، چې دزاريوله لارې سوله راوستل، دتېروکلونو لاسته راوړني له منځه وړي.
ده زياته کړه،سوله په عريضه ليکلو،زاريو لاس ته نه راځي، بلکې بايددامنيتي ځواکونو په غښتلي کولودښمن اوهغه کسان چې ددښمن ترشا دي،سولې ته اړکړل شي.
دیادوني وړده،چي دامریکا سره دستراتیژیکو اړیکو تړون ځوځله په بیلا بیلو دلیلو سره ځنډول شوی دي.په قطرکي دطالبانوددفتر پرانیستل ددي تړون هڅي نوري هم پڅي کړلي.که له یوي خواه امریکا یې چارواکي دافغانستان دولت سره دستراتیژیکو تړون ټول پړاوونه تکیمل ګڼی، ولي افغان دولت کله دطالبانوڅرګندوني دقطرپه دفترکي اوکله بیاله امریکا څخه ددرنو وسلوداخیستلو وعده دامنیتي تړون دتضمین غوره ټکي بولي،نوځکه په دي هکله دتړون لاس لیک کولو ته زړه نه ښه کوي.
بل لوري دوسله والوطالبانواودولت ترمنځ دسولي خبري په ټپه ولاړي دي.وسله وال طالبان دافغانستان په ټولوسیمو کي وسله وال بریدونه پیل کړي،چي هره ورځ تر پنځوسو زیات شمیر هیوادوال خپل خوږژوندله لاسه ورکوي.
داچي،دافغانستان اوامریکاترمنځ به ستراتیژیک تړون کله لاس لیک شي اودطالبانو سره به سوله اوروغه جوړه کله منځ ته راشي داهغه شیان دي چي دتولو افغانانوانديښني یې زیاتي کړی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024