دجنوبي کوریایوه مساپروړونکي الوتکه دامریکادسن فرانسیسکوپه هوايي ډګرکي راولویدله

59 | جولای 6th, 2013


سنفرانسیسکو:نړیوالورسنیوخبرورکړی،چي ګړی مخکي دجنوبي کوریادهوايې شرکت یومساپروړونکي آسیانا(A Boeing 777)ډوله الوتکه دامریکي دمتحده ایالاتودسن فرانسیسکوپه هوایې ډګرکي دکښته کیدوپرمهال راولویدله.
دجنوبي کوریادآسیاناهواېي شرکت دغه الوتکه چي دجنوبي کوریادپلازمینه سئیول څخه سن فرانسیسکوته روانه وه ناببره دناستي پرمهال راوغورځیدله.په الوتکه کي(۲۹۱)مساپراو(۱۲) دالوتکي عملیه ناست وو.
دسن فرانسیسکودهوايې ډګرمسئول چارواکي وایې چي الوتکه دکښینستلوپروخت دخپل مسیر(رنوي) څخه ووته.ددوی په وینادالوتکي انجن له کاره لویدلي،لکۍ یې ویچاړه شوی اودواړه وزرونه یې هم زیانمن شویدي.
دووعینی شاهدانو ویلي،چي الوتکه دناستي په وخت کي دخپل مسیرڅخه وواښته اودهوایې ډګریونابلده کنج ته وروګرځیدله.الوتکي سمدستي اورواخیست اوتوردودونه یې هواته پورته شول.رسمي چارواکوتراوسه پوري ددووکسانودمرګ اود(۱۰۳)مساپرودزخمیانوخبرتاېیدکړي دي،خوځیني بیاوايي،چي (۴۸)مساپرتردرملني وروسته رغول شویدي ،ولي دوی وایې چي وروسته به ددي الوتکي په هکله مکمل پوره مالومات پرلیکه شي. دالوتکي دلویدو علت اوانګیزه هم تراوسه پوري نه ده جوته شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024