كندهار: زده كوونكو له نوو زيږيدولو ماشومانو سره مرسته وكړه.

عطاالله محمدي | جولای 7th, 2013


کندهاريو زده کوونکو له نوزادانو سره مرسته وکړه
د کندهار ولايت د ميرويس روغتون په نسايي ولادي څانګه کي د کوچنيانواومدني ټولني او د همدې ولايت دعينو ليسې د زده کوونکولخوا د مېرمنو سره دهغوی د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره يو شمېر د ضرورت وړ توکو مرسته وسوه .
د کندهار ولايت دکوچنيانواو مدني ټولني مشره اغلې رنګينه ويسا د نوو زېږېدلوماشومانو سره د مرستي پر مهال خبريالانو ته وويل چي د عينو لېسې ښځينه زده کوونکو په هلوځلو او همکارۍ توانېدلې ده چي د غريبو او ناچارو ميندو د نوي زيږېدلو کوچنيانولپاره داغوستلو جامې،صابون،د ماشومانو لپاره د بدن پوډراو د هغوۍ لپاره يو شمېر نور د ضرورت وړ توکې برابر کړي .
اغلي ويسا زياته کړه چي ياده مرسته دهغو مېرمنو لپاره ده چي د اقتصادي مشکلاتو سره مخ او د ولادت پر مهال د نوو زېږېدلو کوچنيانو لپاره د ضرورت وړ توکي نه لري .
هغې دغه راز د کندهار ولايت د مېرمنو اوسنۍ حالت ښه وارزوی او وېې ويل چي په نژدې وخت کي به د زيات شمېر مېرمنو لپاره په کندهار پي ار ټي کي د کار زمينه مساعده کړي او د مېرمنو څخه يې وغوښتل چي خپل د حق د غوښتلو لپاره مبارزه وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چي ددوی پر حق يرغل وکړي .
د کندهار ولايت د ميرويس روغتون د نسايي او ولادي څانګي مسئولي ډاکټري فرشتې او دنوو زېږېدلو ماشومانو مېندو د يادي مرستي څخه خوښي وښوده او دغه مرسته يې يو پر ځاى اقدام وبلی .
دوی د کوچنيانو اومدني ټولني د فعالانو او دولت څخه وغوښتل چي د مېرمنو د ستونزو او دهغوی په وړاندي د ظلم او تاوتريخوالي مخه ونيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024