زابل خلک دسولرۍ بریښنا څخه ګټه اخلي

جاويد احمد تنوير | جولای 8th, 2013


ددي ولایت اوسیدونکی وایی دتیرو څو کلنو راهسی پدي ولایت کی بریښنا کمه شوی او وزارت ورته پاملرنه نه کوي ، دوي وایی دښار هغه کسان چی اقتصادي وضعت یی نورماله دي دسولري بریښنا څخه ګټه اخلي خو غریبان داقصادي ناورین سره مخ دي او دبریښنا دفعاله کولو توان نلري ، دغه کسان وایی چی ګرمي زیاته ده او روژه هم راورانه ده چی ستونزي به یی له دي نه هم زیاتي شی ، یاد کسان زیاتوي دولتي اداري دجنراتورنوڅخه ګټه اخلي خو دښار خلک ددغه مهم عنصرچی بریښنا ده بی برخي دی ،
دزابل دبریښنا ریاست هم دخلکو ستونزي پرځاي بولي خو دبریښنا دفعاله کولو ژمنه کوي ، ددي ولایت دبریښنا امر انجینر عزت الله وایی چی جنراتورونه یی له کاره لویدلي او که وزارت ورسره مرسته کړي نو دخلکو ستونزي ته به رسیدل وکړي ،
دزابل دبریښنا مزي څو کاله وړاندی په اعصري سیستم ورغول شول خو دامهال یی جنراتورونه دکاره لویدلي او دخلکو ستونزي نشی هوار ولی ، دا پداسی حال کي ده چی اکثره مهال دمرکزي اداري چارواکی سیمي ته په راتګ سره دخلکوسره دبریښنا دستونزي دهوارولوژمني کوي خو په عامل کی دغه ستونزه لا پر خپل حال پاته ده .

Copyright Larawbar 2007-2024