د افغانستان طبیعي منابع درویشت زره میګاواټه برېښنا تولیدولای سي

جان محمد مهربان | جولای 8th, 2013


داقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال پرون په یوه خبری غونډه کښي وویل چي هغه هیوادونه چي له افغانستان سره ئې مالي مرستي کړي دي، د تیرو لسو کلنو راهیسي نه دي توانېدلي چي د افغانستان برېښنا جوړه کړي. ښاغلی ارغندیوال وایي چي وروسته له دې به داقتصاد وزارت کوښښ کوی چي دافغانستان د طبیعی منابعو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي. دښاغلي ارغندیوال په ویناد افغانستان رواني اوبه درویشت(۲۳)زره میګاواټه برېښنا تولیدولای سي، که مؤثره استفاده ورڅخه وسي، افغانستان کولای سي ګاونډی هیوادونو ته هم برق ورکړي. په یاده غونډه کښي د کابل والی عبدالجبار تقوا وویل چي نړۍ والي ټولني له افغانستان سره ډېری مرستي وکړې خو دا چي په افغانستان کښي سیسټم او تګلاره ورته جوړ نه ول؛ بې ځایه مصروف سوې.د کابل والي دډونرانو او افغان دولت ترمنځ نه همکاري د بې ځایه مصارفویوعامل وبلئ.
پورته څرګندوني په داسی حال کښي تر سره کیږی چي تېره اونۍ په لومړي ځل د نړۍ والي ټولني او افغان حکومت تر منځ د حساب ورکونی غونډه وسوه چي دافغان حکومت په دولتي ادارو کښي د فساد له زیاتوالی څخه شکایت وسو. دمالیې وزیر عمر زاخیلوال په یاده غونډه کښي ویلي وه چي اداري فساد ددې سبب سوی دئ چي اکثره ملي پروژې په افغانستان کښي تطبیق نه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024