زابل بیا رغونه په په نثبي ډول روانه ده
جاويد احمد تنوير
دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی په تیرو څلورکلنوکی پدی ولایت کی دبیا رغوني په برخه کی دپام وړ کارونه ترسره شوی دی چی په خبره یی د ۶۵ کیلومیتروپه اوږدوالی دشنکۍ او ۴۵ کیلومیتروپه اوږدولی دمرکزاو میزاني ولسوالۍ لویه لاره رغولي ده ، نوموړي زیاتوی چی دغه عمومي لاره یی دنړیوالي ټولني په مالي مرسته روغولي ، والي زیاتوی چی پردغه سړکونو نژدی ۶۵ میلونه امریکایی دالره لګښت راغلي ، والي وایی هڅه کوي ترڅو دیوشمیرمرستندویه بنسټونو په مرسته دپاتو ولسوالیو لاري هم ورغوي ،
ناصري زیاتوي چی په مرکزقلات کی یی هم اکثره پلونه، پلچکونه ، او دښار عمومي سړکونه دیو ایس اډي په مرسته روغولي او غواړي دغه پروسی ته پراختیا ورکړي ، بلخوا دسیمي یوشمیر ځایی اوسیدونکی اوس هم د بیا رغوني کارونه کم بولي دوي وایی چی باید په مرکز کی دخلکو لپاره عامه خدمات ترسره شی ، دسیمي دخلکو په خبره تفرح پارکونه دلوبو میدانونه او دي ته ورته نور کارونه باید ترسره شی ، ځایی اوسیدونکی وایی چی دامهال په دغه ولایت کی یوازي پریوه کوچني پارک کار روان دی چی لا تراوسه رغول شوي ندي ، دوي ددولت روان کارونه ټکني بولي او دزیاتوالي به برخه کی دمرستي غوښتونکي دی ،