زابل ۳۵ سیاسی بندیان خوشی شول

جاويد احمد تنوير | جولای 8th, 2013


چارواکی وایی دغه ۳۵ سیاسی بندیان دروژی مبارکي میاشتي درا رسیدلو په مناسب دافغان ولسمشر د۳۳ کني فرمان پر اساس له مرکزي زندان څخه خوشی شول . دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی خوشی شویوسیاسي بندیانو ورسره ژمنه کړي چی په سیاسی فعالیتونوکی به دبهرنیو هیوادونو دمرستي څخه ډډه کوي اوپه سیمه کی به خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي ، ښاغلي رسولیار زیاتوی هغه کسان به هم له زندانونوازاد کړي چی په سیمه کی دسولي را وستلو ته لیواله وي ،
یوشمیر خوشی شوي بندیانو دخوښی په څرګندولوسره دولسمشر ددي فرمان څخه په منني دزندان حالت سم وبلي ، دوي وایی په زندان کی ورسره دمسؤلو کسانو چلند دقنعت وړ وه .
دیادولو ده چی دزابل په مرکزي زندان کی دامهال لسګونه سیاسی او جنایی بندیان دبند شپی او ورځي تیروي ، په دي زندان کی که څه هم دزندانیانو په خبره ورسره سم چلند کیږي خو یوشمیر بندیان بیا دقضایی ارګانونو څخه په شکایت چی ددوی دوسی پروخت نه څيړي او باید پدی برخه کی هم داصلاحات راشی .

Copyright Larawbar 2007-2024