کراچۍ کې ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
کراچۍ:دسند ایالت دادو ښار ته څېرمه د یوه بس ګاډي چپه کېدو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي چې وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.د پولیس په وینا بس ګاډی له شهداد کوټ سیمې کراچۍ ښار ته پر لار وو، چې له پېښې سره مخامخ شو. د پېشې سبب تر اوسه معلوم نه دی.