په قطرکي دطالبانودفتردپرانستوپه هکله دکورنیواوبهرنیوسیاست پوهانوبیلابیلي څرګندوني

59 | جولای 8th, 2013


کله چي(۱۳۹۲) کال دجوزا دمیاشتي په (۲۸)نیټه په قطرکي دطالبانودفترپرانستل شو،دافغانستان حکومت ددفتردبیرغ اولوحي په اړوند مخالفت ښکاره کړي اودامریکا سره یې دامنیتي تړون په هکله ټولي خبري وځنډولي.
دافغانستان دولت دغندني وروسته دامریکادبهرنیوچارووزارت په ډاګه کړه،چي دقطرچارواکودطالبانوبیرغ اولوحه له دفترڅخه لیری کړله.ځیني افغانان په دي نظردي ،چي امریکادقطرددفترپه پرانستلوسره کومه ځانګړۍ نتیجه نشي لاسته راوړلای اودسولي بهیرته به هم کومه ګټه ونه رسیږي ځکه افغانان باید په خپلو کي سره جوړجاړی ته غاړه کښیږدي اودخبروله لاری ټولي پرتي ستونځي حل اوفصل کړي.
په سیاسي چاروکي افغان پوه وحیدمژده وایې:
دافغانستان حکومت غواړی دطلبانوسره دخبرواترومیزته کښیني اوامریکا هم داغواړي ،ولي طالبان دي خبروته اهمیت نه ورکوي اونه غواړي دافغان حکومت سره دسولي خبري پیل وکړي ،نوځکه څرګنده ده چي دغه مذاکري اوخبري کومي نتیجي ته نه رسیږي.
دملي مشارکت جبهه وایې:سوله بایددافغانانودمشرتابه لاندي راشي.دغه جبهي دسه شنبه په ورځ په کابل کي لاریونونه وکړل اودطالبانوسره یې دخبرځای دننګرهارولایت ونوماوي.
دسولي دعالي شورارئیس صلاح الدین رباني وایې:دقطردمذاکروپروسه ناکامه شوله اوکه طالبان خبروته حاضرنشي ددوی دفتربه وتړل شي.
دګلب الدین حکمتیارپه مشری حزب اسلامي وايي: هغه شرطونه چي سپیڼی ماڼي ټاکلي چي د(۲۰۱۴ ) کال نه وروسته به ددوی ځواکونه په افغانستان کي پاتي شي، جرمني ،ایټالیا اوترکیه به هم ددوی سره ملاتړي شي.نوځکه هرچاته څرګنده ده ،چی دغه شرطونه اوتړونونه بیله اشغاله څخه بله معني نه ورکوي.دډیري خواښیني ځای دي،چي دطالبانو مشران نه یواځې دامریکا سره دخبرواترولاره خپله کړیده ،بلکي دهغوی په وسیلواومرستو سره یې دقطرپه هیوادکي دفترپرانستي دئ ،چي دامریکا دسترونظامي اډوڅخه ګڼل کیږي.
اټکل کیدي چي طالبانوهم داسلامي حزب په شان دسپیڼې ماڼې په مقابل کي دجهاد دپیلولواعلان کړي وای اودامریکا سره یې ټولي اړیکي په ټپه درولي واي ،ترڅوددوی ټول ځواکونه په مکمل ډول سره دافغانستان څخه ووځي.
دحکمتیار په وینا:لكه څنگه چي دطالبانو دحكومت له لوري داولس خلع سلاح كول، له مسعود، جنرال دوستم، جنرال مالك،غربپالواوپه سركي ئې ظاهرشاه سره دطالبانو ائتلافونه اوله حزب اسلامي سره ددوى جنگ ستراونه جبرانېدونكي اشتباهات وو.دمګړۍ په قطركي دطالبانودفترپرانيستل اوله دې لاري په اوسني نامناسب وخت كي له امريكايانوسره ددوى مذاكرات دمخكنيواشتباهاتو په څېريوه ستره اشتباه ده.
محترم ذاکرجلالی په دی اړه وایی:
دقطرددفترله پرانیستو سره سم، دښاغلي کرزي حکومت، کابل مېشتو سیاسي مخالفینواود ښاغلي ګلبدین حکمتیارڅانګې حزب اسلامي ډلي اونوردوی ټوله ددي دفترله پرانیستنې څخه خوښ وو؛ ځکه له اوږدې جګړې وروسته د سولې هیلې راوټوکېدې. پرولس سربېره په کابل کې دملي یووالي سیاسي ائیتلاف له دفتره خپل ملاتړڅرګند کړي. دغه اړخونه تقریبا د لوبې په نوي پړاوکې ګوښه پاتې شول. د دوی دمخالفتونو یوازینې لامل همدا دی، چې دوی د سولې له بهیرسره سم، پرخپل پایښت هم ټینګارکوي. هم سوله اوهم ددوی شتون دواړه نه یوازې داچې شونې نه دي، بلکې سره په ټکر کې هم دي. اولس سوله غواړي،سوله اوس ملي اړتیا ده، نه دواکمن ټیم شتون اوواک.
آیا افغانستان اوس دملک الطوایفی یو ښکاره خطرنه دي؟
داهغه خبري دئ،چي دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی،څوورځي مخکي رسنیوته ویلي وو.حامدکرزی دملک الطوایفی دخطرپه هکله داسي اندیښنه درلوده،چي دافغان دولت چارواکوداسي احساس کاوي چي دپاکستان دلمړي وزیرسلاکاردافغان سفیرسره دخبرو پروخت په اسلام آبادکي ویلی وو،چي امکان لری دجګړي ددریدلولپاره ښه داوي،چي دافغانستان ځیني جنوبي ولایتونه دطالبانوپه واک کي ورکړل شي.
ځیني شنونکي په دي انددي چي،که ريښتیاهم پا کستان داسي نظرولری،چي طالبانوته دڅوولایتونو واک ورکړي،نوجوته ده چي دپاکستان سیاست دافغانستان په هکله دوه مخه دئ.
دپاکستان یوسیاست پوه رحیم الله یوسفزي وايې:
داسي خبري کیدای شي دافغانستان دسولي پروسه دستونځي سره مخامخ کړی، دهغه په ویناطالبان هیڅکله دڅوولایتوپه واک اخیستلوسره قناعت نکوي،بلکي طالبان دټول افغانستان واک دخپلي اغیزي لاندي غواړي.
لیکوال اوژورنلیست احمد ضیآ رحیمزی وایې:
دڅه وخت راهیسي چي دطالبانودفترداسلامی امارت دسپین بیرغ اولوحي په نامه په قطرکي پرانستل شوی،له هغه وخت راهیسي دکابل چارواکو په مختلفوبهانوسره ددي دفتردپرانستلو په اړه خپلي اندیښني را برسیره کړلي دي.
دملک الطوایفي خبره پرطالبانو باندي تړل دډیرخلکوذهنونه ګډوډکړل اودهغوی ملي احساسات ېي راوپارول ترڅو دیوه واحد افغانستان په ساتلوکي ټینګ ودریږي.ولي دارګ چارواکي اونوري دولتي کړیو، چي تل به یې دسولي مخالفتونه کول دهغوی لپاره یوه ښه وسیله وګرځیدله ترڅوپخپل واک کي نورهم پاتي شي.
دمشرانودجرګي دغړی فرخ شاه په وینا:افغانستان هیڅکله دتجزیه وړنه دي اوددي هیوادټولنیزجوړښت اساس هیڅ وخت دداسي طرحوښکارنشي کیدلای.هغه زیاتوی ،هرڅوک چي داخوبونه ویني که خارجی اوکه داخلي وي دمنلووړنه دي اوداخوبونه یواځي فکري خیال پلوبلکي یولیونتوب دي .
وحیدمژده وايي:
طالبان هیڅ کله دافغانستان دتجزیه طرفداران نه دي، ولي طالبان هغه کسان دي ،چي دافغانستان دتجزیه سخت مخالف دي.دهغه په وینا په قطرکي دطالبانودفترهیڅکله دافغانستان دتجزیه سبب نه کیږي،بلکي دغه دفتردسولي دراوستلو لپاره ښه وسیله ده.
دسیمی دستراتیژیکومطالعاتومرکزمشرښاغلي داکترعبدالباقی امین وایې :
که امریکا غواړی افغانستان پرمختلفوبرخو باندي وویشي اوهره برخه یې دهغی سیمي واکدارانوته ورکړي ،نودحامد کرزی خبري پرځای دي، چي وایې بهرنیان هیڅکله دافغانستان دسرنوشت دامانت داري ساتونکي نه دي.
دهغه په وینا دلسوکلنوپه موده کي دبهرنیانوغولیدونکووعدوجمهوررئیس کرزی هم ديته اړکړی چي ووایې،بهرنیان دافغانستنان په ګټه کارنه کوي.له دی امله اوس ډیرښه وخت دئ،چي دامریکابدنیت ټولوته څرګندشو،اوافغانان دملي وحدت اوتفاهم له لاري کولای شي دخپلي خاوري دتجزیه په مقابلکي یوموټي شي.
طالبانوهم په یوه اعلامیه دافغانستان دتجزیه خبره په کلکوټکوسره ردکړله.دطالبانو په اعلامیه کي راغلي،چي طالبانو دافغانستان دملوک الطوایفي پرضد قیام کړي دي اوددي نظام دپایښت لپاره یې ډيرڅه کړي ترڅوافغانستان یو موټی پاتي شي،ولي دبهرنیانو دراتګ اودحامد کرزی په راتلوسره افغانستان دملوک الطوایفي په منګولوکي نغښتي پاتي شو.
طالبان وایې:همدااوس دافغانستان هره برخه دازادوزورواکانو پاچهانوپه لاس کي پرته ده ،کوم چي دبهرنیویرغلګرو سره مستقیمی اړیکي لري اوښه بیلګه یې دافغانستان دشمال اوجنوب برخيٍ دي.دهغوی په وینا،حامدکرزی په دي دلیل باندي دقطرپروسه دافغانستان دتجزیه دسیسه وبلله،چي هغه دخپل پټوپلانواوهدفودبربنډیتوب په اړوند دسولي پروسه ناکامه کړي نوځکه یې دغه تبلیغات خپاره کړل .
ښاغلي رحیمزي دافغانستان دملک الطوایفي په هکله دکرزی اندښنه یواځي یوه ننداره بولي،چي دانګلستان دلمړي وزیرډیوید کامیرون سره یې دارګ په ماڼي کي دخلکودذهنیت دخرابولو په هکله وکړله ،هغه د(۲۰۱۴) کال وروسته دسولي اوروغي جوړي له لاري دخپل واک مزي نورغزول غواړي اودواک څخه نه لیری کیږي.
نوازشریف: دافغانستان دسولي دهڅوملاتړی یم.
دپاکستان نوی اتنخابي صدراعظم نوازشریف دانګلستان دلمړی وزیرکامیرون سره دخبروپرمها ل وویل،زه دانګلستان صدراعظم ته اطمینان ورکوم،چي دافغانستان دسولي اوروغي جوړي په پروسه کي به هڅه اوتلاښ وکړم اوهغه دري میلیونه افغانان چي په افغانستان کي دمهاجرپه توګه ژوند کوي په ویاړاوافتخارسره خپلی خاوري ته واستوم .
ډاکتررحمت الله زاهد په دی هکله وایی:
په دې کې هیڅ شک نشته چې دپاکستان دلومړي وزيردغه څرګندونې چې په افغانستان کې دامنيت دټينګولو او صلحې دراستولوسره همکاري وکړي، ښې پایلې به ولري اولدې څخه په نوموړي هيواد کې دنوي رامنځته شوي دولت د امن اوصلحې سره لیوالتيا ښکاره کیږي،ترڅو په افغانستان اوسيمه کې امنیت تامین اوجنګ جګړوته د پاي ټکې کيښودل شي، ځکه چې په تیرویولسو کالوکې پاکستان هم ددغه تاؤتريخوالي هدف ګرځيدلی دی، اوډير تاوانونه يې لیدلي دي. خواوس سوال دا دی چې ښاغلی نوازشريف به دخپلو دغو څرګندونوپه پلي کولو کې څومره کامیاب شي؟، نوددې سوال ځواب په دغه هيواد کې د اردواو په ځانګړې توګه د استخباراتو د واک په ډيروالي او کموالي پورې اړه لري. تراوسه پورې خو په پاکستان کې حقيقي واکمني د اردو اواستخباراتو سره وه نه د سياسي دولتونوسره، او زما په فکرترڅو چې د پاکستان دغه ځواکمن قوتونه دافغانستان په هکله ډاډترلاسه نه کړي،چې نوموړی هيوادبه په راتلونکې کې دپاکستان ضدسياستونه نه غوره کوي،نوترهغې پورې به لږترلږه يولورې ددې لپاره کارول کیږي،چې افغانستان بې ثباته کړي.
ذاکرجلالی وایی: له بده مرغه افغان حکومت تل دسولې په بهیرکې د پاکستان پررول ټینګارکړی دی. پاکستان هم د خپلې فعالې ډیپلوماسۍ په واسطه پرنړیوالو تریوه حده منلې ده،چې ددوی له روله پرته سوله یا ملي روغه جوړه ناشونې ده. دافغانستان په باب د طالبانو دریځ روښانه دی. طالبان چې د نظام واک اوځواک ننګوي په ټول افغانستان کې له واکمن نظام سره په جګړه بوخت دي. طالبانوهم په خپله اعلامیه کې د ملوک الطوایفي نظام امکان رد کړ. دوی د کرزي توربې بنسټه وګاڼه. ولسمشر کرزی له سیاسي انزوا دوتلو لپاره هڅه کوي، اولسي افکارله قطربهیرڅخه بلې خوا ته څکوي. ملوک الطوایفي اوتجزیه دوه هغه نوې خبرې دي، چې ولسمشر حامدکرزی یې په رسنیو کې دمطرح کېدوهڅي کوي.
یادونه:ددریواوونیوراپه دي خواه دطالبانوپه نامه په قطر کي دطالبانودفترپرانستل شو چي امریکا،اوافغانستان دطالبو استازوسره دخبرواومذاکرولپاره یوه دحل لاره پیدا کړي.ولي ددفتردپرانیستلو څخه ګړي وروسته دبیرغ لوحي اونورودلیلو سره دخبرو اواتروزمینه رامنځته نشوله، بلکي دسولي او روغي جوړي لاري یې په ټپه ودرول شوي.امریکا، افغانستان او طالبان دري واړه بریالي نشول چي په قطرکي سره را ټول شي اودافغانستان دمرګوني جګړی معضلي ته دپای ټکي کښيږدي.مګردځینو مشخصواوناپیژندودلیلوباندي تراوسه دددی بدمرغي جګړۍ داورلمبي مړي نشولي بلکي داورسکروټي یې نوري تازه شولي.

Copyright Larawbar 2007-2024