په ننګرهارکي دفیفا کارکونکې دټاکنودکمیسیون څخه شکایت کوي

59 | جولای 13th, 2013


په ننګرهار کې دازاد اوعادلانه ټولټاکنو بنياديا فیفا استازې وايې دټاکنو خپلواک کميسيون سيمه يزه دفتر ورته په دغه ولايت کې دکارتودويش اندازه او دويشل شو وکارتونو سيريل نمبري نه په واک کې نه ورکوې،چې دغه چاره خپله دټاکنوشفافيت او روڼتيا دسوال لاندې راولي.
دوې وايې دټاکنو سيمه يزه دفتر ورته وايې،چې دغه ارقام محرم دې،داچې محرميت يې په څه کې دا نه روښانه کوي.
په ننګرهار کې دټاکنو سيمه يزه دفتربيا په دې اړه دخبروکولو څخه ډډه کوي.
په ننګرهار کې دازاداوعادلانه ټولټاکنو بنياديا فېفا استازې اعجاز ملکزي وايې، دڅه مودې راهيسې په ننګرهار کې دټاکنو دخپلواک کميسيون څخه په دغه ولايت کې د ټاکنو د کاروتو د ويش ارقام او سيريل نمبر غوښتنه کوې ترڅو يې دروڼتيا په باب خلکو ته معلومات ورکړي ،خو تردې دمه ورته د ياددفترله لورې دغه ارقام نه ورکول کيږي.
ملکزي وايې د ټاکنو دسيمه يزه دفتر دغه کړنه د دغې پروسي شفافيت او روڼتيا د سوال لاندي راولي.
ملکزي په ولسواليو کې د ټآکنو د کارتو دويش د لړۍ په اړه انديښنه ښايې او وايې چې فکر نه کيږي چې په ولسواليو کې دي دغه پروسه په ښه شان ترسره او وڅارل شي.خو په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسيون دپرله پسې اړيکو دنيولو سره سره بيا هم په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي.
که څه هم فېفا په دې برخه کې په روښانه توګه د درغليو خبره نه کوې او يواځې د دغې پروسي روڼتيا د سوال لاندې بولي ،خو دا چې دغه پروسه به څومره شفافه وي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکي وخت به يې ځواب کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024