زابل چلونکی دسړکونو دخرابوالي شکایت کوی
جاويد احمد تنوير
ددغه لوی لاري چلونکي اکثره مهال دلاري دخرابوالي او دکابل کندهار دغزیدلي سړک پر سر دورانو شویو پلونو او پلچونو څخه شکایت کوي ، دوي وایی ددغه پلونو او پلچکونو دورانیدلو له امله دلاري پر سر دترافیکي پیښو ګراف جګ شوی او دغه راز یی دموټر په عواریځو کی هم زیاتوالي راغلي ، چلونکي ددغه ترینګلي لاري پر سر دماینونو او مخامخ نښتو څخه هم په تنګ دي ، دوی وایی هره ورځ دماین دچاودنو او مخامخ نښتو شاهدان وي ، چلونکي زیاتوي چی په نښتو او چاودنوکی ډیری وخت ملکي کسان وژل کیږي ، یاد چلونکي له دولت څخه غوښتنه کوی چی دلاري دسر ټول پلونه او پلچکونه دی ورغوي ،
دزابل دټول ګټو چارو مسؤلین دچلونکو ستونزي پرځای بولي او زیاتوي چی دلاري پرسر پلونه اکثره ددولت دوسله والو مخالیفینو په چاودنو کی وران شوی دی ، دټول ګټو چارو رئیس محمد نبی خوشحال وایی پردغه لاره یی نژدی ۱۱ لوي پروژی بشپړی کړی دی خو دغه لاره ډير کار ته اړتیا لري ،
دیادوني ودړه چی دکابل کندهار لویه لاره دموقتي اداري د رامینځ ته کیدو سره سم ورغول شول چی ورسته دغه لویه لاره دنښتو او بریدونو مرچل وګرځیدل او له امله یی ځيني برخه وراني شوی او دموټرولپاره ستونزي جوړوي .