تیرکال دبریتانیا(۵۰)سرتیروځان وژنه کړی ده

59 | جولای 14th, 2013


لندن:دبي بي سي راډیوخبرورکوي،چی تیرکال په افغانستان کي دمیشتوبریتانوي ځواکونوله ډلۍ څخه (۵۰) تنودمختلفوعواملوله کبله خپل ځانونه وژلي دي.
په راپورکي راغلي چي په( ۲۰۱‍۲)کال کي دبریتانوي سرتیروځان وژنه دجګړي دتلفاتوپه پرتله زیاته ده.دخبرسرچینه وایې چي تیرکال پنځوسو برتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې ده.په داسی کال کي چي تېرکال په افغانستان کې دجګړي له کبله دوژل شویو بریتانوي پوځیانو شمېر (۴۰) تنوته رسیدلی وو.
دبریتانیاددفاع وزارت وايي دهرپوځي ځان وژنه یوه غمیزه ده.له بله طرفه دځینو پوځیانو کورنیو ویلي،چې له دغوپوځیانو سره کافي مرسته نه کېدله، نوځکه یې په ځان وژنې لاس پورې کړي. هغو پوځیانوچې ځانونه یې وژلي( ۲۱) تنه یې ددندې دترسره کولو پرمهال او(۲۹)نوریې له ماموریته وروسته ځان وژنه کړېده.
دبریتانیا ددفاع وزارت دشمېروله مخې په تېرودریو کلونو کې دهغو پوځیانو شمېرچې په روحي ناروغیو اخته شوي دي ډېرشوی دی.
خو دامعلومه نده چې ددغو پوځیانو له ډلې نه چې دتېرکال په اوږدوکې یې ځانونه وژلي دي څوکسان یې په روحي ناروغیو اخته وو.
په همدې حال کې دبریتانوي پوځیانو یوه پخواني قوماندان ويلي ،شواهدښيي چې د پوځیانو ترمنځ روحي ستونزه ترهغې کچې ډېره لوړه ده،کوم چې حکومت اودبریتانیا ددفاع وزارت یې په ډاګه کوي.
دبرتانیا ددفاع وزارت دوینا له مخې، له( ۲۰۰۱ )کال راهیسې( ۱۳۴۷۸۰)بریتانوي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی ،اوپه هلمند ولایت کي دبریتانیاوي میشتو ځواکونوڅخه تراوسه پوري (۴۴۴)تنه سرتیري وژل شوي دي.
په دغه راپورکي ویل شوي چي تیرکال په افغانستان کي دامریکا(۳۴۹) سرتیرو هم ځان وژنه کړی ده.
په افغانستان کي دبهرنیوسرتیرودځان وژني عامل دپردۍ چاپیریال ناپیژندنه اوجګړه ییز حالت دي کوم ،چي دوی ورسره لاس اوګریوان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024