عبدالرب رسول سیاف د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان کاندید کړی

59 | جولای 16th, 2013


کابل:دملي ایئتلاف دخبریوه سرچینه وایې،چي عبدالرب رسول سیاف دجهادي مشرانو په یوه غونډه کي دهغوی له لوري دراتلونکی ولسمشرۍ چوکي ته ددوومرستیالانوپه ګډون تآئیدشو.
دخبردغه سرچینه زیاتوي،چي تیره شپه دجمهوری ریاست دلمړۍ مرستیال قسیم فهیم په کورکي دعبدالله عبدالله،یونس قانوني،تورن اسماعیل اونورومخوروجهادي مشرانوپه ګډون یوه غونډه را بلل شوی وه،دوی ټول سره په دی سلاشول،چي په راتلونکوټاکنوکي عبدالرب رسول سیاف دجمهور رئیس اومارشال فهیم اومحمدمحقیق دي دمرستیالانوپه توګه ونومول شي.
په دغه غونډه کي ډاکټر عبدالله عبداالله اویونس قانون د استاد سیاف په هکله رغنده ځوابونه ورنکړل،دوی ویلي چي دغه مو ضوع به دملي ائیتلاف درهبری کمیټې غړوته پریږدئ،چي هغوی پخپله پریکړه وکړي،چي څوک دجمهوري ریاست څوکۍ ته دتآئیدوړکس دئ.
دټاکنو دکمیسون لایحه پرون ددواړومجلسولخواه تآئیدشوله اودمګړي دجمهوررئیس تو شیح ته انتظارباسي. دافغانستان دجمهوری ریاست اودولایتونودشوراګانوټاکني به د عیسوی(۲۰۱۴)کال دمي په میاشت کي اود هجری شمسی(۱۹۹۳)کال دحمل دمیاشتي په(۱۶)نیټه ترسره شي.دافغانستان دجمهوری ریاست وراتلونکوټاکنوته په سلګونه نارینه اوښځينه غړي خپل ځانونه کاندیدکړي،ولي تراوسه پوري په رسمي توګه دګوتوپه شمیرکسانوخپل ځانونه دولسمشرۍ چوکۍ ته کاندیدکړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024