زابل څلور وسله وال یوپولیس وژل شوي دی

جاويد احمد تنوير | جولای 17th, 2013


لمړي عملیات ددي ولایت دشملزو ولسوالیو په سرحدي سمیوکی دسرحدي پولیسو لخوا ترسره شوی دی چی په ترځ کی یی دکندهار داوسني امنیه قوماندان او دسرحدي لیوا ددرستیزوال جنرال رازق په وینا څلور کسه وسله وال وژل شوی دی ، نوموړي زیاتوی چی په عملیاتوکی ددوي سرتیروته کوم زیان ندي اوښتي خو دمخالیف لوري څخه یی یوه اندازه وسله په لاس راوړي په ورته وخت کی دشاهجوي ولسوالۍ څخه رارسیدلي رپوټونه وایی چی تیره شپه وسله والوطالبانو په نوموړي ولسوالۍ کی پر پولیسو برید کړي ، دزابل امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني پیښه تایدوي او وایی په برید کی ددوي دوه پولیس ټپیان شوی دی ، امنیه قوماندان زیاتوي چی په ښآر صفا ولسوالي کی هم دماین په یوه چاودنه کی ددوی یو پولیس وژل شوی دی ، هغه په دایچوپان ولسوالي کی هم په مخامخ نښته کی دخپلو دو پولیسو ټپی کیدل ومنل ، نوموړي وایی دوسله والو سره یی څوساعته نښته کړی او له سیمي څخه یی پر شاکړي دي زابل هغه ولایت دي چی پدی وستیوکی یی بیا دامنیتي پیښوګراف لوړ شوی دي او داسی ښکاري چی وسله والو طالبانویوځل بیا مخامخ بریدونوته زور ورکړي ، ځکه پدی ولایت کی په دریو ولسوالیوکی باندی په پرله پسی ډول مخامخ بریدونه کیږي ، دنړیوالو سرتیرو راوتل دولسوالیوڅخه ځیني امنیتي ستونزي جوړي کړي خو چارواکی وایی چی دولسوالیو دامنیت په برخه کی کومه ستونزه نلري

Copyright Larawbar 2007-2024