دالقاعدي شبکي دوهم جګپوړی کس سعیدالشهری دامریکا دبي پیلوټه الوتکي لخواه په یمن کي ووژل شو

59 | جولای 17th, 2013


یمن:نړیوالي خبري سرچیني خبرورکوی،چي دالقاعدي شبکي(دعربستان دجزیزی څانکي)اړونددوهم لمبرکس سعیدالشهری نن دامریکا دبي پيلوټی الوتکي په بمباردکي ددوشنبه په ورځ په یمن کي ووژل شو.سعیدالشهری دسعودی عربستان تابیعیت درلودی ،اوډیروخت په پاکستان کي میشت وو.
سعدالشهري په(۲۰۰۰) کال کي دپاکستاني چارواکولخواه امریکاته وسپارل شو.هغه په ګوانتاناموکي شپږکاله بندی وو.امریکایې چارواکوسعیدالشهری وروسته دبنددپاتي مودي دتیرولولپاره سعودی عربستان ته وسپاری،ولي څه موده وروسته هغه په سعودی عربستان کي له بندڅخه آزادشو اودیمن هیوادته ولاړی.
شپږمیاشتي مخکي دیمن چارواکو اعلان کړی وو ،چي هغه دیمن دولت ددولتي ځواکونو لخو اه ویشتل شوی اووژل شوی دی. ولي وروسته څرګنده شوه چي هغه خبردرست نه وو،اوهغه ژوندی دئ.
دالقاعده شبکي په یوه اعلامیه کي دهغه وژل تائیدکړیدی.

Copyright Larawbar 2007-2024