مړ ژواندې مفکوره حس نه لري
یوه عجیبه اصطلاح اوس دود شوې (احساساتي حرف میزنه)، نه پوهیږم دلته د احساساتي خطاب په کوم مفهوم دی، آیا د خبرو کمی دی؟ که دا هم یو ډول تیری دی چې د خلکو پر نظریاتو باندې تر سره کیږي؟ یا خو هم کوم جرم دی چې سزا یې لا نه ده معلومه، خو د سیاستوالو او کارپوهانو لخوا مقابل لوری په همدغه تور چې احساساتي غږیږي، ښه په زغرده محکومیږي. خدای خبر چې د کوم حق له مخې دا جرأت کوي؟ آیا حقیقت ویل او د واقعیتونو څرګندول د افغانستان په دیموکراسۍ کې جرم دی؟ که څوک د چا ګناه په ګوته کوي، منحوسې څېرې بربنډوي او خپل مظلومیت او معصومیت ثابتوی، نو هغه ته په ډیره اسانه توګه د احساساتي خطاب یو جایز سلوک دی، آخر ولې؟
زه په وینو سور پروت یم، بدن مې پرهر پرهر دی، د دې پر ځای چې نور راشي پټۍ راته پرې ولګوي، هغوی ظالمان لګیا دي ګوتې په زهرو ولړي او بیا یې زما پر ټپونو باندې موښي. په دغسې حالت کې به کوم منطق دا ومني، چې په سړه سینه د دا ډول طبیبانو؛ چې په اصل کې قاتلان دي، دغسې اعمال وزغمل شي.
د ګردي میز چاپیریال همدغسې خلکو ته خوشې شوی، یو تن د ولس له زړونو نه خبرې را کاږي او بیانوي يې، خو بل ښاغلی چې په څنګ کې یې ناست دی، لکه مار داسې تاویږي او پرته له دې چې په بحث کې په معقوله بڼه او انساني نظریاتو ته په درناوي، خپل نظر څرګند کړي، وار له واره خپل سیال مبصر په احساساتي بللو سره، ښه په جرأت وچیچي. حال دا چې د ده دا عادت او پخپله د ده دا اصطلاح د ده له احساساتي اخلاقو سره د مصداق شاهدي وايي.
په هر صورت، د خولې دغسې مهارت ډیره پخوانۍ فلسفه لري چې، په عادي ژبه ورته جلاب ویل کیږي، خو د وخت په تیریدو او د سیاست له پراخېدو سره یې اوس مهم حیثیت ځکه خپل کړی چې، ملامت کسان کولی شي، دغسې الفاظ د ځان د خلاصون لپاره وکاروي.
دغه لا څه کوې چې اوس د قلم خاوندان هم له دغه فرهنګ څخه اغیزمن شوي، حاجت به دې ته نه وي چې مخامخ دې له هغو سره رښتینۍ پیل شي، خو ځینې څوک دي چې، غټه مینه پر ځانونو باندې ماتوي او داسې پیښې کوي، لکه د کوم غټ موقف اشتها چې لري. زه په جرأت دا خبره کوم چې، مړ ژواندې مفکوره حس نه لري. مړ ژوانده لفظ موږ هغه وخت په خوله راوړو چې په چا کې احساسات مړه وي او تل لکه د مړو اوبو په شان مړیښن انداز لري، زه دا نه وایم چې سړی دې تل په احساساتو ونازیږي، خو دا باید هېر نه کړو چې په دې خاوره کې عاجز ژوند د یو چا هویت او ارزښتونه له منځه وړي.
زه اوس په دې پوهیدلی یم چې په افغانستان کې تر حق غوښتونکو ډیر، قدرت غوښتونکي مطرح دي. هغوی د دې لپاره چې ښه موقف ته ورسیږي، یو ډول پردي عادتونه کوي، خپل خلک ځپي او د اړتیا له مخې ځانونه بې پلوه ښکاروي. دا یوه تجربه شوې فارموله ده، چې په افغانستان کې یې له کلونو راهیسې، واک ته د رسیدو په برخه کې ښه نتیجه ورکړې ده.
همدا کلتور اوس زموږ په ځینو ځوانانو کې هم ننوتی دی، چې زما له خوا د غندنې وړ دي. زه نه پوهیږم چې دوی دغسې نرمې او د بل په ګټه څرګندونې د کوم منطق له مخې کوي؟ آیا تر خپل هویت، حیثیت او عقیدې، بل داسې معتبر څوک یا څه شته، چې دوی غواړي ځانونه هغوی ته ښه ور وایسوي؟ په هویت مو لوبې کوي، حیثیت ته مو سپک ګوري، عقیدې ته مو درناوی نه لري، وژني مو او نور ډول ډول نومونه راباندې ږدي، نو آیا هيڅ باید ونه وایو؟ مړه دې وي هم ورته ونه وایو؟ همداسې په سړه سینه یې وزغمو؟ وايي چې؛ (شرم مې کوت بیخ مې خوت)، ویریږم! که زموږ ځوان ذهنیت د دغه پوچ او کمزوري فرهنګ په انحصار کې ګیر پاتې شو، نو لیرې به نه وي چې بیا دې افغانان د څو محدودو ګوډاګیانو له فرمان پرته ګام پورته کړای شي.
خو زه یو وړاندیز لرم، هغه دا دی چې موږ باید هیڅکله چاته دا وخت ورنکړو، تر څو زموږ هویت ته سپکاوی وکړي، زموږ ارزښتونه بد وګڼي او یا هم مازې بد راته وګوري. د دې لپاره چې بیا مو د چا سپکې سپورې ونه ځوروي، نو ښه دا ده چې تل بیدار او تل هوښیار و اوسو. دا که لومړی یو چاته د سپکولو چانس ورکول کیږي او بیا وروسته یې پر ضد باندې غبرګونونه او لاریونونه کیږي، دا به د یو ستر ملت په حق کې غټه بې غوري وي.