نورستانیان وايي: ددوی وکیلانوکړي ژمني په سلو کي پنځه فیصده هم نه دي ترسره کړي
59
نورستان :دنورستان څخه لراوبرویب پاڼي ته په یوه لیک کي راغلي ،چي دنورستان دخلکو استازي په ولسی او مشرانو جرکه کي دنورستان دبیا رغوني او پرمختک لپاره هیڅ هم نه دي کړي. نورستان دهیوادپه ختیځه برخه کي پروت ولایت دي.ددي ولایت ډیرولسي وګړي یادونه کوي،چي لا تراوسه دنورستان دډیروبرخو اوسیدونکي دژوندانه له لومړنیو اسانتیاووڅخه بي برخي دي.
دنورستان دکامدیش برګمټال منډول نورګرام او ددوآب اوسیدونکي په ولسي اومشرانو جرګه کي دنورستان استازي په دي ملامت بولي،چي یوازي ددوی ټوله پاملرنه اوتوجه دوایګل اووامه ولسوالۍ ته اوښتي ده.ولي چي ددواړوجرګو وکیلان ددي ولسوالیو څخه دي. دکامدیش یوتن قومي مشر مولوي عبدالرحمن وايي،چي په ولسي جرګه کي احمدالله موحدډاکټر پروین او همدارنګه په مشرانو جرګه کي دنورستان دخلکو استازي حافظ عبدالقیوم اوحضرت شاه نورستاني تراوسه پوري داسي څه نه دي کړي چي دوی یي ورته دکاردلاسته راوړنې په سترګه وګوري .دده په وینا چي دیادووکیلانو غوښتني یوازي خپلوولسوالیو پوري محدودی دي اودټول نورستان په اړه یې څه نه دي کړی.
دنورستان ولایت او سیدونکې عبدالرحمن ټینګار کوي،چي ددي ولایت دکامدیش اوسیدونکي له تیرولسوکالورا په دیخوا قربانۍ ورکوي ،ولي تراوسه یی دوکیلانولخوا نوم هم نه دي اخیستل شوي.
ددوآب یوتن قومي مشراسراج الرحمن مدني وايي: دنورستان هروکیل ساختماني شرک لري او ددي لاري دولایت ډیري دبیارغوني پروژي ترلاسه کوي ،چي ډیري يي دوایګل په نوم ویستل شوي خو یوازي یي ترسره کیدل دکاغذپرمخ شوي دي ولي عملي بڼه نه لري.
دمنډل یو تن اوسیدونکي نقیب وایي ،چي نورستاني وکیلان ددي ولایت دبیارغوني په ټولوکارونو کي لاس وهنه کوي. دده په وینا چي منډول ولسوالۍ کی دبیارغوني روغتیا امنیت او نوروبرخو کي کارونو نیمګري دي. نقیب زیاتوي چي منډول ولسوالۍ ته یو شمیردبیارغوني پروژي منظورشوي وي،خو دوزارتونو پرمشرانو دولسي جرګي دوکیلانو زیات فشارددي لامل شوي،چي یادي پروژي دوکیلانو دساختماني شرکتونو په نوم وویستل شي اوپیسي دي یې دوزیراووکیل ترمنځ وویشل شي .
دنورګرام دملیل یوتن اوسیدونکي بلال وايي ،چي په مشرانو او ولسي جرګه کي د دوي استازی اوس یوازي دپیسو په لالچ کي دي اودنورستانیانو سره کړي ژمني يي په سوچ کي هم نشته .نوموړي وايي چي وکیلان په دي باورلري که پیسي ولري دپیسو په زوردوی ځان دبل ځل لپاره بیابریالۍ کولای شي .
دبرګمټال یو تن اوسیدونکي بازمحمد وايي :سره له دي چي دنورستان نمیانده ګان د خپلو شخصي موخو لپاره کارکوي ،بلکي دوي په نورستان کي ژبني اوقومي تغصب ته هم لمن وهي .
دمرکز پارون یو تن اوسیدونکي جلال وايي:داسي شواهد په لاس کي لری چي دمرکز لپاره دعامي روعتیا وزارت لخوا منظور شوي روغتون دوکیلانو اوسناتورانو دقومي او ژبني تعصب پر اساس یي کارونه بیرته ځنډیدلي دي.
خو دنورستان یادوکیلان وايي، چي تراوسه یی دنورستان په برخه کي ډیري کارونه ترسره کړي دي .ددوی په وینا چي قومي او ژبني تعصب یا دیوي سیمي لپاره کار کول ددوی له دندوڅخه نه دي.
په داسي حال کي، چی دنورستان ولایتي مشران هم د وکیلانو د بي ځایه لاس وهنو څخه نورترپوزي رسیدلي اوډیر ځلي دوی دوکیلانو دلاس وهنو څخه شکایتونو هم کړي دي .