حسن روحاني سبا لوړه کوي

عطاالله محمدي | اگست 3rd, 2013


ټاکل سوې چي سبا يکشنبه د ايران نوى ټاکل سوى اولسمشر لوړه وکړي.
نوموړى د احمدي نژاد د اولسمشريزي دورې د پاى ته رسېدو وروسته د ايران هيواد اولسمشر وټاکل سو.
تمه کېږي چي افغان اولسمشر حامد کرزى هم د نوموړي د لوړي په مراسيمو کي برخه واخلي.
افغانستان د ايران هيواد سره د اولسمشر محمود احمدي نژاد په دوو دورو کي نژدې او ښې اړيکي لرلې، آن تر دې چي په ګونيو ګونيو پيسې ئې افغان جموري رياست ته ورکولې.

»

Copyright Larawbar 2007-2024