د امانې دورې د بیا کتنې نوی کتاب

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2013


زموږ دهیواد تاریخ د هیواد د جغرافیاېې شتونوالې په څیر ځان ته یوناندریزه خوځند اوڅپڅپاند برخلیک خپل کړئ. افغانې تاریخ ته که ځیر شو او بیا یې د نړۍ د نورو هیوادونو د تاریخ سره پرتله کړو نو یا خو دا تاریخ لکه د ولسې نکلونو په څیر خوله په خوله موږ ته رارسیدلی، یا هم د وخت د چارواکو له خوا په فرمایشې توګه لیکل شوی او یا یې ډیرې برخې خپله د تاریخ لیکونکو له خوا ماتې ګوډې شوې اودا راپاتې تاریخ وروسته له ډیرو لاسوهنو،بدلون او په قصدې توګه د ریښتیاوو په مروړلو سره لوستونکو ته رارسیدلی .

له یوی خوا که ورته په بد مرغۍ ګورو نو له بلې خوا له نیکه مرغه د تاریخ لیکنو په بیلابیلو پړاوونو کې داسې تاریخ لیکونکې هم لرو چې د ګوتو په شمیر دې خو له تاریخ لیکنې سره یې انصاف کړی او دا تاریخ یې د خپلې انسانې جذبې او د هیواد سره په بې سارې مینه درلودلو سره موږ لوستونکو ته رانکل کړی.که څه هم دا ښاغلې دننه په هیواد کې د ریښتیاوو په ویلو له ربړونو او کړاوونو سره مخ کړای شول او تر دې چې ځینې یې د وطن پریښودلو ته اړ کړای شول او له مساپریو او بې وطنۍ سره په لوی لاس مخ کړای شول خو دوې خپله حوصله و نه بایلله او افغانې ریښتونې تاریخ یې رانکل کړ، ښکلا یې ورکړه او په بې وسه او سختو حالتونو کې یې د لیوالانو تنده پری خړوبه کړه.

بلې خوا ته فرمایشې لیکوالان وو چې په بې رحمۍ سره یې د بادارانو د خوښۍ لپاره او یا هم دژبې اړخ نیونې په موخه یا خو له ریښتونې تاریخ لیکلو تیر شوې او که له مجبورۍاو له دې کبله چې څوک ورته ګوته ونه نیسې که څه یې لیکلې هم دې نو لکه په اوبو کې یې چې لوټه ایښې او دپاسه پری تیر شوې وې.لنډه دا چې زموږ تاریخ هم د هیواد د سیاسې حالاتو په څیر له وهلو،ټکولو،ربړونو او ځورونو سره مخ شويدي.

افغانې تاریخ د ډیر ویاړ تاریخ دی، د ولسونو د غیرت او په هیواد د سر ښیندنې تاریخ دې، د اتلانو د میړانې او کارنامو تاریخ دې. په منطقه کې د جغرافیایې شتون له کبله د تاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې د نړۍ د زبرځواکونو لپاره مدام د سیالۍ د میدان ګرځیدو له کبله زموږ هیواد د یرغلګرو له خوا له آفت سره مخ شوای خو زموږ پیاوړې ولس هر وار له ځانه دفاع کړې او له هم دې کبله ددې ښاورې دښمنان له ماتې سره مخ شوې او بیا یې خپل بدل په بل شکل اخیستلاې. له دې سره سم په افغانې تاریخ کې داسې دوري هم شته چې هیواد د پرمختګ په خوا ګړندې ګامونه پکې پورته کړې. له دې کبله چې زموږ د وخت سره نږدې او واټن یې کم دې او نښانې یې په هیواد کې شته، هغه د امان الله خان دوره ده.

امانې دوره له شکه پرته د افغانې تاریخ یوه پرتمینه او روښانه دوره وه . له یوې خوا ځوان پاچا امان الله په وطن او ولس مین وو اوله بلې خوا د خپلې لیونۍ مینې له امله په ډیرې بې صبرۍ دې ته لیوال وو چې ژر تر ژره خپل هیواد او ولس دواړه د نړۍ د پر مختللو هیوادونو سره په صف کې ودروې. او بالاخره د وخت د زبرځواک انګلیس سره د ازادۍ جګړې ته مټې رانغاړې .

غازې امان الله که څه هم په ځینې موضوعاتو کې له بیړې کار واخیست خو بیا هم دغه دوره د نورو پاچاهانو د دورو په پرتله د هیواد د سیاسې او ټولنیز پرمختګ ته په کتلو یوه بې سارې دوره وه. هم دا لامل شو چې امان الله خان د بهرنیو او کورنیو دسیسو ښکار شو او داستقلال د جګړې غچ له هیواده د ګوډاګي خانداني حکومې په شکل کې واخیستل شوه.ددې سره سره د امانې دورې هغه ټولې نخښې،تاریخ او پاتې شونې له هم دې لامله له منځه یوړل شوې او یا ورته ضرر ورسول شو چې راتلونکې نسلونه د خپل تاریخ نه بې خبره پاتې شې او بیا څوک د خپلواکۍ نوم هم په خوله وا نخلې. سره له دې هم تاریخ لیکونکو تر خپله وسه په امانې دوری لیکل وکړل خو لکه څرنګه چې مخکې ترینه یادونه وشوه چې لوی دښمن انګلیس د خپلو دسیسو له مخې افغانې تاریخ هم پری نه ښودلو او په تدریجې ډول یې هاغه ثبوتونه،آثاراو د دغې دورې نښانې له منځه یوړلې چې په راتلونکې کې ترینه څوک د ریښتونې تاریخ لیکلو او یو وار بیا د بنسټ ایښودلو ګټه پورته نه کړې خو له بل اړخه خپله خبره یې په خپل تندې ماته شوه او له هم دوې له کوره د هاغه دورې تاریخې اسناد اوپټ رازونه افشا شول چې نه یواځې ددوې مخونه یې لوڅ کړل بلکې د افغانې تاریخ هاغه څپرکیو نه يې پرده پورته کړه چې په قصدې توګه یې دننه په هیواد کې د خپلو لاس پوڅو او نوکرانو له منځه وړې وو او په هم دې توګه یې افغانې ملت سره خپله دښمنې ښودله چې بیلګه یې د امانې دورې مهم تاریخې اسناد اویاهم ددې دوری د څلورمې جبهې په هکله ټول اسناد او د پیښو شواهد وو چې وروسته له کلونو راښکاره شول. دغه د تاریخ په باطن کې روښانه خو په ښکاره تته دوره د تاریخ څیړونکو او پلټونکو له خوا په تیرو څو کلونو کې راښکاره او د ملت مخې ته کیښودل شوه چې نه یواځې یې د تاریخ لیکنې اسلوب بدل کړ بلکه د تاریخ لیکونکو او بالخصوص د افغانې تاریخ لیکونکو په وړاندې یې د تاریخ څیړنې او لیکنې نوی سبک ته لار پرانیستله.

له هم دې صفه په اوسنې وختونو کې د بازنګرې دوره امانې و توطئه های انګلیس په نامه د ډاکټر عبدالرحمان زمانې ښکلې اثر له چاپه راووت چې د امانې دورې څیړونکو تنده یې ماته کړه او هاغه پوښتنو ته یې ښکاره ځواب وویلو چې تر ننه پورې چوپ باتې وې. دا کتاب پر ۶۳۹ صفحو لیکل شوای چې۱۰ څپرکي لرې د۲۰۱۳ کال په پیل کې له موسکا خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوای. کتاب په روانه دری ژبه لیکل شوای چې لامل یې د هاغه ښاغلو پوښتنو او نیوکو ته ځواب ویل وو چې له دې نه مخکې یې د هیواد په تاریخ او بالخصوص په امانې دوره درلودلې او هم د هاغه تاریخ لیکونکو اصلاح ده چې په خپلو تاریخونو کې یې ددغې دورې په ځینې ټکو له هم دې کبله سترګې پټې کړې وې او بهانه یې ورته نیولې وه چې پاخه اسناد او شواهد نه لرې.

ګران ډاکټر زمانې دغه ټولې پوښتنې ورته ځواب کړې او هم یې اوسنې او راتلونکې تاریخ پوهانو، تاریخ لیکونکو او تاریخ څیړونکو ته د تحقیق او زیار یوه نوی لار پرانیستله. په دا کتاب سریزه د درانه استاد او د علومو د اکاډمۍ د دایرة المعارف مشر حبیب الله رفیع له خوا لیکل شوې چې د کتاب په ځانګړتیاوو پرې په تفصیل سره غږیدلای او د کتاب د تاریخې ارزښت ټاکنه یې په ډیره ایماندارۍ سره کړې.

ډاکټر زمانې په ډیره لیوالتیا او زیار باسلو دا کتاب په پوره ایماندارۍ سره او د پیښو په تدریجې ډول سره د پخو شواهدو ، تاریخې اسنادو،او هم د انګلستان د کتابتون د بیلا بیلو مدارکو په راوړلو سره او هم یې پرته له دې چې کوم اړخ ونیسې او د تاریخ لیکنې سره په پوره انصاف کولو دغه کتاب ټولنې ته وړاندې کړای. دلته باید دا یادونه وشې چې ډاکټر زمانې د ادبیاتو او قدم په قدم د پیښو په رانکلولو او د پیښو د نکلولو تر منځ دشواهدواوثبوتونو په وړاندې کولو سره ځان ته داسې یو نوی سبک خپل کړای چې د کتاب لوستونکې پری نه ستړې کیږې او هم یې دې کتاب ته يو ځانګړی رنګ او ښکلا ور په برخه کړې. د کتاب موضوع ډیره حساسه ده او ډیر دقت ته یې اړتیا درلودله کوم چې ښاغلې ډاکټر زمانې په ډیره لوړه او علمې سطحه څیړلې او هم یې د بریطانوې هند د پټو اسنادو او شواهدو څیړنه کړې چې دا کار یې په ډیره ښه علمې او د لیکوالۍ د اسلوب سره په پوره انصاف کولو توګه سر ته رسولای. زه د رفیع صاحب د خبرې په تائيدولو چې دا کتاب تر ټولو مستند کتاب دې او ډیر تور او سپین اسناد لرې، دا هم ور زیاتوم چې دا کتاب د تورو او سپینو اسنادو په درلودلو امانې ددورې او بالخصوص د افغانې پیاوړې تاریخ دغه دوره رنګینه او پرتمینه کوې.سره له دې دا کتاب د درې ژبې تر څنګ په پښتو او انګلیسې ژبې ژباړنې ته اړتیا لرې چې نه یواځې نور لوستونکې به پیدا کړې بلکه د نوی نسل لپاره به هم ګټور شې چې له هیواده لیرې په مساپرۍ کې ژوند کوې او د خپل هیواد تاریخ لوستلو ته لیوالتیا لرې.

زه په خپل وار ښاغلې ډاکټر عبدالرحمان زمانې ته ددې کتاب په لیکلواو افغانې تاریخ ته په خدمت کولو مبارکې وایم او هم ورته له خدایه د اوږد او خوښ ژوند غوښتونکې یم .ددې ارزښتناک اثر په څیر په راتلونکې کې ورته د نورو خدمتونو او لیکنو په موخه په خپل ځان او قلم برکت غواړم او له هم دې کبله زه خپل ځان دهغه او د هغه د لیکنو سره د مینې پوروړی بولم.
دا وګړې ډیر کړې خدایه!

کلیفورنیا ، امریکا
۰۳/۰۸\۲۰۱۴

Copyright Larawbar 2007-2024