هند:دافغانستان په بریدونوکي ګاونډیان لاس لري
59
جلال آباد:په افغانستان کي دهندلوی سفیرامیرسینا په ننګرهارکي په یوه غونډه کي وویل،چي په افغانستان کي بریدونه دافغانستان څخه بهردګاونډیانولخواه څخه تنظمیږي مګرهغه دکوم هیوادنوم وانه خیست.
په دغه غونډه کي دهندسفیرزیاته کړه،چي په جلال آبادکي دوي ورځې مخکي دهند پرکونسلګري باندي بریدزموږاودافغانستان پراړیکوکي کوم خنډ نشي را وستلای. په دغه بریدکي (۹) تنه ووژل شول او (۲۲) تنه ټپیان شول.
دهندسفیروویل،چي ورته تروریستي بریدونه له دیرشوکالوراهیسي په هندوستان کي هم دوام لري ولي ددغوبریدونو دمخنیوی لپاره اړین اقدامات شوی دي.
دهندسفیردجلال آبادبریدته دشک په سترګه ګوری اووایې،چي دننګرهارولایت دولتي چارواکي به ددغه بریددعاملینو دپیداکولولپاره هلي ځلي وکړي.
دهندسفیر په ډاګه کړه،چي هنددافغانستان دخلکو سره يوځای دغه بریدپه کلکه غندي. هغه وایې،چي دهندهیوادتیاردي دتیربریددقربانیانوسره مرسته وکړي.
دهندسفیروویل:موږتیاریوددغه بریددهر وژلي کس کورني ته لس زره ډالره مرسته وکړو اوهمدارنګه دهرتپی لپاره دهغه ددرملني لپاره شل زره ډالره کومک وکړو.
دهندسفیردکونسلګري سیمي ته نږدي دشهیدمسجدلپاره هم دلسو زرو ډالرومرستو وعده ورکړله.
دهندسفیردیوي پوښتني په ځواب کي وویل،چي دهنداوافغانستان دوستي به تل پایداره پا تي شي،ځکه چي دغه اړیکي لا هغه وخت ټینګي وي،چي پاکستان په نړۍ کي شتون نه درلودي.
دیادولووړده،چي،دغونډي په پاي کي دهندسفیرخپلي نقدي مرستي دپیښي پر قربانیانو باندي وویشلي.
دخبرسرچینه:پژواک