میدان وردګ:چاودني بياملکي خلګ مړه او زخميان کړل

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2013


د روژه ماتې پر مهال په نرخ ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي ماین چاودنې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تاترو سیمه کې نن ( چهارشنبه) د روژه ماتې پرمهال د ماین چاودنې له امله د دوه ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او د پنځه ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي .
دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه،چې تر دې وړاندې په سیمه کې یو بل ځای پرځای شوي ماین ته چاودنه ورکړل شوه،چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د خلکو د راټولېدو سره سم دویمه چاودنه رامنځته
شوه،چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته .
د ميدان وردگو چارواكو د مسؤوليت گوته طالبانو ته ونيوله خو طالبانو ساعتكى مخكي په يوه اعلاميه كي د عامو خلكو د بيروبار په ساحو كي بريدونه او چاودني يو نه بخښونکی جنايت بللى و.

Copyright Larawbar 2007-2024