زابل دټولوولسوالیولپاره دټاکنو لپاره امنیت نیول شوی

جاويد احمد تنوير | اگست 18th, 2013


ددي ولایت دامني قومانداني دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهی وایی په ټولو ولسوالیوکی یی دخلکو دټاکنو په پروسه کی دګډون او کارتونو دترلاسه کولو په موخه امنیتي ځواکونه ځاي پرځای کړی او تردي مهاله له کومي ستونزي سره ندی مخامخ شوی ، نوموړي زیاتوی ملي پولیس دملي امنیت او ملي اردو سرتیري دټاکنو دمرکزونو په پوره ډول څارنه کوي ، دفراهی په خبره هر کس کولای شی په پوره ډاډګیرني سره پرته له کومي ستونزي دراتلونکو ټاکنو لپاره درایه ورکولوپه موخه کارتونه واخلي ،دامنیت دامر دڅرګندونوله مخي دامهال په لسګونه کسان په ورځني ډول دټاکنو کارتونه اخلي

ښاغلي فراهی وایی راروان کال به درایو ورکولو په پروسه کی دخلکو ګډون دتیري پروسي په نسبت زیات وی ځکه دنوموړي په خبره اوس خلک درایو په ارزښت پوهیدلي او غواړی دخپلی خوښ وړ کاندیدانو ته رایه ورکړي ، دیادولو وړده چی په تیره پروسه کی یوشمیر کسان ددولت دوسله والو مخالیفینوو لخوا په دی تور ووهل شول چی دوی په ټاکنو کی درایه ورکولو کارتونه اخیستي او ورسته یی دکاندیدانو پروړاندی استعمال کړی وه ،

Copyright Larawbar 2007-2024