زابل پولیسو دمیړاني میډال واخستی
جاويد احمد تنوير
دکورنیو چارو وزارت دعامه ساتني معین لوی پاسوال جمیل جنبش وایی دغه میډل
دمیړاني تر نامه لاندي دافغان ولسمشر د۴۴ ګڼي فرمان پراساس دزابل امني قومانداني ته
سپارل کیږي ، نوموړي وایی ددی ولایت دامنی قوماندانۍ سرتیرو په خپله دنده کی وړتیا
ښودلي چی دهمدي امله افغان مرکزي دولت ددوي دتشویق او هڅوني په موخه دمیړاني میډال
منظور کړ ، لوی پاسوال جمیل جنبش وایی پدی ولایت کی ددوي ملي پولیس او نورځواکونه
په خپله نده کی بریالی دی او دکورنیو چارو وزارت هڅه کوی چی دخپلو سرتیرو دسمبالیښت
په موخه نور پرومختګونه وکړي ،
پولیسو ته دمیډال دورکړي پرمهال دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ
لیوني او مرستیال والی محمد جان رسولیار دافغان ولسمشر دمیډال دمنظورۍ څخه دمنني په
ترځ کی وویل چی دا ډول تشویقي هڅوني دپولیسو پر روحیه باندی مثبته اغیزه کوي ، دوی
وویل که څه هم ددوي سرتیري په خپلو دندو برلاسی دی خو زیاته یی کړه چی باید دهغوي
داکمالاتو او مجهزکولو په برخه کی هم ورسره مرسته وشی ، دیادوني وړده چی یوه اونۍ
وړاندی هم دزابل دملي اردو سرتیرو ته دزړورتیا میډال ورکړل شو، له هغه ورسته چی
په کور دننه افغان ځواکونو دبهرنیو هیوادونو دبریدنو په په کلکه مخنیوی کړی ورسره
افغان ولسمشر دزړه ورتیا تر نامه لاندی دمیډالونه مرسته پیل کړي ده ،