زابل لسګونه کیلوګرامه نشيي توکی ونیول شول

جاويد احمد تنوير | اگست 22nd, 2013


چارواکي وایی دغه نشی توکي دپنج شنبي په ورځ په مرکز کلات کې دتلاشۍ پردوه مهمومرکزنو نیول شوی دی ، دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی چې نیول شوي نشی توکې ټول تاریاک چې وزن یی ۴۳ کیلو ګرامو ته رسیږي ښاغلی روغ لیوني زیاتوي چې یاد تاریاک په ډیر مهارت سره په دوو کرولا موټرو کې ځاي پرځاي شوي وه چې دکابل څخه دکندهار پر لوري وړل کیدل چی ددوي دپولیسو لخوا دیوه دترلاسه شوی راپور پر بنسټ ونیول شول ،
امنیه قومندان زیاتوي چې دنشه یی توکو پر وړاندي یی کلکه مباریزه پیل کړې چې په وینا په تیرو څو میاشتو کې یی په زره ګونه کیلو ګرام نشه یی توکي ترلاسه کړي، نوموړي زیاتوي چې دنیول شویو توکو سره دتړاو په تور ۲۸ کسان هم نیول سوي چې عدلی او قضایی ارګانو ته سپارل سوی.نشی
دیادوني وړده چې زابل دکابل کندهار پرلویه لاره پروت هغه ولایت دي چې زیاتره قاچاقي توکي پرهمدې لاره لیږدول کیږی ،که څه هم چارواکی وایی دنشی توکو دلیږ یی په کلکه مخنیوي کړي خو بیا هم کله ناکله داسی ګنګوسی وی چی دکابل کندهار لویه لاره دقاچاق وړونکو لپاره یوه مهه نقطه ده اوټول قاچاق د همدي لاري څخه بهرته لیږدول کیږي ،

Copyright Larawbar 2007-2024