خوست:امنيتي ځواکونو پاروونکو کسانو ته خبردارى وركئ

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2013


تېره ورځ دخوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې دخوست والي ترمشرۍ لاندې جوړې شوې نظامي جلسې د يوې پرېکړې له مخې ټولو هغو کسانو ته چې په قومي شخړو کې نفاق او جنجال ته لمن وهي، کلک خبردارى ورکړ، چې ژر ترژره دې له دغه ناوړه عمل څخه لاس واخلي او هغه درانه سلاح چې د کالونو راهيسې يې د يو او بل د وژلو په موخه کارولي، دولت ته وسپاري،کنه نو ټول امنيتي او کشفي ځواکونه به يې په وړ اندې جدي عمل وکړي.

د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې دا پرېکړه وروسته له هغې کيږي ، چې د وږي مياشتې په لومړيو ورځو کې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه، ولايتي شورا، د شخړو د هواري کميسييون، ديني عالمانو او مخورو قومي مشرانو د پرلپسې هلو ځلو وروسته د منګلو او مقبلو دواړو قومونو په خوښه او بشپړ رضايت سره د دوى ترمنځ شته شخړه د تل لپاره په نهايي ډول فيصله او اعلان شوه.

دغه شخړه چې د لسګونو کالونو راپدېخوا يې دوام درلود، په کې يو او بل ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتي، ځوانان يې له زده کړو او حلالو کسبونو محروم شوې او پرځاى يې په خپل منځ کې يو او بل ته د وژلو په نيت مورچې نيولې وې.

همداراز هغه کورنۍ چې بې وزله او غريبې وې، هغوى به يې هم دې ته مجبورولې، چې په هرډول تاوان کې لدوى سره مساوي همکاري وکړي،که چېرې د دوى سره په قومي حرکتونوکې برخه وانخلي، نو د کلي او قوم څخه به يې وباسي.نو په همدې اساس ځينې داسې کورنۍ چې ډېرې بې وزله او غريبې وې، د قومي شخړو پرمهال به يې د خپل کور سامانونه ، څاروي او حتا چرګان هم پلورل، ترڅو د قومي شخړو مالي لګښتونه پوره کړي.خو دا ټولې شته ستونزې او بدمرغۍ د دوه کلن کوښښ په پايله کې هوارې او له منځه ولاړې.

د پرېکړې په وروستۍ ورځ دواړو قومونو د فيصلې د منلو ترڅنګ په لوى الهي کتاب قرآن عظيم الشان سوګند وکړ، چې لدې وروسته به د شوې پرېکړې مطابق عمل کوي او هېڅکله به د يو او بل پرضد کوم غيرقانوني او غيربشپري عمل نه ترسره کوي او په خپلو کې به د ورورګلوئ ټينګه فضا رامنځته کوي.دا پرېکړه وروسته ټولو نظامي، کشفي،عدلي او قضايي ارګانونو ته په رسمي ډول په واک کې ورکړل شوه او فيصله وشوه، چې د دواړو قومونو ترمنځ پخوانۍ شخړه او دعوه په بشپړ ډول هواره شوه، نو که لدې وروسته داسې اشخاص او افراد پيدا شي، چې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره قومي شخړو او لانجو ته د لمن وهلو هڅه وکړي، د امنيتي، کشفي ځواکونو له خوا به پرته له ځنډه نيول کيږي او عدلي اوقضايي ارګانونه به دوى ته د انفرادي مجرمينو په سترګه ګوري او د قانون په چوکاټ کې به دوى ته سخته سزا ورکوي.

Copyright Larawbar 2007-2024