خوست:دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني پرانستل شوه
نن د خوست د ١٥٠بستريز ملکي روغتون ترڅنګ دمعتادينو لپاره د ٢٠بستريز روغتون لپاره ،دمخدره موادو پرضد دمبارزې دوزارت دGPIدڅانګې په مالي تمويل سره نوې جوړه شوې ودانې ،دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي او ور سره مسوولينو لخوا دپټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې وسپارل شوه.
د پرانستني په مراسمو كي د خوست دمخدره موادو پرضد دمبارزې رياست رئيس وويل په دغه ولايت کې دکوکنارو کښت صفر او دنورو مخدره توکو دتوليد اوقاچاق په بشپړه توګه مخنيوى شوى دى ،خو هغه کسان چې دبېلابېلو لاملونو له مخې معتاد شوي ،اړتيا وه چې ورته ددرملنې په خاطر يو مجهز روغتون جوړ شي ،دده په خبره چې دولايت مقام په لارښوونه دياد روغتون لپاره ٦جريبه ځمکه او امتيازي بودجه ځانګړي شوه او دادي اوس يې داسې يوه نوې وداني جوړه کړه چې دنارينه او ښځينه لپاره دتداوى ځانګړي واټونه ،لابراتوارونه ،٢٠ دبستر خونې او نورې ضروري خونې لري.
خوست والي له ديني علماوو ،مخورو مشرانو او مطبوعاتو وغوښتل چې دنېشه يي توکو داستعمال ،توليد اوقاچاق په اړه دعامه پوهاوي په پروګرامونو کې مرسته وکړي او دټولنيز او اسلامي مسووليت په اساس دخلکو ذهنونه دنېشه يي توکو استعمال دزيانونو په اړه روښانه کړي.