د برېښنا شرکت لوړ رتبه پلاوي دكندهار پر برېښنا خبري وكړي
د افغانستان د برېښنا شرکت يو لوړ رتبه پلاوي د کندهار د برېښنا د سمون او څارلو په موخه کندهار ته سفر وکړ او هيله يې وښوده چي دوی به په کندهار کي د اوسنۍ او نوري برېښنا د جوړېدو په اړه ټولي لاري چاري پر کار واچوي.
هغه غونډه چي د کندهار د برېښنا د سمون په موخه جوړه سوې وه له کابل څخه د افغانستان د برېښنا شرکت د عملياتي رئيس شکيب احمد نثار، د افغانستان د برېښنا شرکت تجارتي رئيس ميرويس حليمي او کندهار والي تر څنګ پکي د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي، د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي، په کندهار کي د برېښنا د اصلاحاتي کمېسيون غړو او يو شمېر تجارانو پکي ګډون درلود ژمنه وسوه چي د کندهار د برېښنا د سمون په موخه به ټولي لاري چاري په کار اچوي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ولايتي ادارې په استازيتوب د افغانستان د برېښنا شرکت له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چي د کندهار د برېښنا د سمون په برخه کي ځينو لارو چارو ته اړتيا ده چي په وينا يې ښايي د کندهار د برېښنا په اوسني حالت کي تر ډېره سمون راسي.
لومړی دا چي د برېښنا په برخه کي بايد ټول مامورين د ولايتي ادارې په موافقت او د ولايتي ادارې په خوښه انتخاب او مسلکي ازموينه يې هم په ولايتي کچه واخيستل سي.
دويم دا چي د ډيزلي جنراتورونو د ترميم لپاره بايد کسان په مسلکي ډول وروزل تر څو هر ډول تخنيکي ستونزه يې حل کړای سي. د تېلو د ازمويني يا چکېدو لپاره بايد يو لابراتوار جوړ کړل سي تر څو په بېړني ډول يې د خرابوالي مخنيوی وسي.
درېيم، د عامو خلکو د برېښنا د مېټرونو د چيک يا تصفيه کېدو لپاره بايد سيار لابراتوار جوړ سي تر څو مېټر له خلاصېدو پرته په سم ډول تصفيه او چيک کړای سي.
څلورم، کوم بِلونه چي اوسمهال د خلکو له خوا د برېښنا په برخه کي تحولېږي ياد ټول مالي امکانات بايد مرکز ته له لېږلو پرته د کندهار د برېښنا د ماشين الاتو د جوړولو او ترميم په برخه کي مصرف سي.
کندهار والي يادونه وکړه چي په کندهار کي د دهلي بند د برېښنا د توليد په اړه سروې تر سره سوې چي ياد بند د کافي اندازه برېښنا د توليد ظرفيت لري او بايد ژر تر ژره په مسلکي ډول ورباندي کار پيل سي تر څو هغه اندازه برېښنا چي ياد بند يې ظرفيت لري د کندهار لپاره په بېړني ډول تر لاسه سي.
په غونډه کي ټولو تجارانو په کندهار کي د برېښنا لږوالی د يوې جدي ستونزې په توګه ياد کړ او ټينګار يې وکړ که چيري د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل سي په اقتصادي برخه کي به يو ستر پرمختګ رامنځته سي او پانګه اچونکو ته به د پانګي اچوني لپاره ښه زمينه برابره سي.
د کندهار د برېښنا د اصلاحاتي کمېسيون غړو وويل، په دې وروستيو کي د کندهار د برېښنا په برخه کي اصلاحاتي کارونه زيات تر سره سوي چي په ځينو سيمو کي د اړتيا له مخي د پخوانيو لاينونو پر ځای نوي نصب سوي، د برېښنا يو شمېر جانبکسونه هم نوي نصب سوي او ځيني ترميم سوي دي او زياتوي چي د همدې څلورو مياشتو اصلاحاتو له کبله اوسمهال د برېښنا اته ويشت فيصده عوايد زيات سوي او د پخوا په پرتله ٣.٥ مېګاواټه برېښنا له ضايع کېدو ژغورل سوې ده او ټينګار يې وکړ چي دوی به په اصلاحاتي برخه کي نور هم زياتوالی راولي، خپلو کارونو ته به په جدي ډول توجه زياته کړي تر څو نوره برېښنا هم له ضايع کېدو وژغورل سي.
له کابل څخه راغلي پلاوي د غونډي په وروستۍ برخه کي د غونډي د برخه والو ټولو غوښتنو او پېشنهاداتو ته مثبت ځواب ووايه او د ټولو غوښتنو د عملي کېدو پوره پوره ژمنه يې وکړه او يادونه يې وکړه چي سر له اوسه به د دوی ټولي غوښتني په جدي ډول عملي بڼه ولري.