کروندګر د زراعتي اوبو د مخ پر کمېدونکي حالت څخه سر ټکوي

د لراوبر اداره | اگست 31st, 2013


د کندهار ولایت د ژړۍ، پنجوایي او میوند ولسوالۍ خلک شکایت کوي چي په ولسوالیو کي یې د فصلو د اوبولو لپاره په کافي اندازه اوبه نسته او خلک یې د زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ژړۍ، پنجوایي او میوند ولسوالۍ په لسګونو سپین ږیرو او مخورو نن د ولایت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا د ولایتي شورا د غړي حاجي اغالالي دستګیري او د همدې ولایت د اوبو د تنظیم رئیس انجینیر شیرمحمد عطایي سره د یادي ولسوالۍ د اوبو د کښت ستونزي شریکي کړې.

ددوۍ په خبره چي د حاصلاتو د راټولولو وخت رارسېدلۍ دی ولي په ولسواليو کی يې د فصلو د اوبولو لپاره په هغه اندازه چي ورته ضرورت لیدل کیږي اوبه نسته او باید چي ژر تر ژره يې د کمښت ستونزه حل سي.
په ورته وخت کي بیا د کندهار ولایت اوبو د تنظیم رئیس انجینر شیرمحمد عطایي د یادو ولسوالیو د ځایي خلکو په جواب کي زیاته کړه چي ددهلې بند دونه ظرفیت نه لري چي په زیاته اندازه اوبه وساتي .
د عطایي په خبره چي ددهلې ډم تر پوښښ لاندي د کندهار ولایت اووه ولسوالۍ دي او دوۍ نه توانیږي چي اووه سره ولسوالیو ته پر وخت او په پوره اندازه اوبه ورسوي.

ښاغلي عطایي زیاته کړه کله چي د اوبو فشار ډیر وي اوبه تر ټولو ولسوالیو پوري په پوره اندازه او پر وخت ور رسیږي مګر کله چي اوبه لږ سي ورسره ستونزي هم زیاتیږي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا د خلکو د ستونزو په اورېدو سره زیاته کړه چي ژر تر ژره یې باید د حل لپاره څه وسي تر څو خلکو خپل فصلونه پر وخت اوبه کړي وي او ښه حاصلات یې لاس ته راوړي وي.

هغه پر ټولو خلکو ږغ وکړۍ چي اوبه د الله پاک ستر نعمت دۍ او باید چي هر انسان یې په ارزښت پوه او پر وخت او پر ځای کار کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024