طالبان وايي د پکتيا د قومي مشر مقبل فضلي وژل په دوی پوري اړه نلري
نن د پکتيا ولايت داحمد اباد ولسوالۍ يوتن فعال قومي مشر او جهادي قومندان مقبل فضلي د نامعلومه وسله والو لخوا په داسي حال کي ووژل سو چې دخپل کلي ديوه ښوونځي دحالت څخه يې ليدنه کوله.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد د يوه پيغام په ترڅ کي چي لراوبر ته رسيدلئ دی پر دې پېښه خواشيني څرګنده کړې ده او ددغه وژني تور يې د وطن ددښمنانو کار بللی دی خو په ښکاره يې د کومي ډلي نوم نه دی اخستی.

بله خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي په سيمه کي يې له تحقيقاتو څرګنده سوې ده چي په پکتيا ولايت کي مېشت طالبان په ياده قضيه کې هيڅ لاس نه لري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي دفضلي وژل تر موږ پوري اړه نلري، موږ له نوموړي سره هيڅ مشکل نه درلود .
د پکتياولايت امنيتي ځواکونه وايي چي په دې اړه يې پلټني پيل کړي خو تر اوسه يې دقتل په تور څوک نه دی نيولئ.
د پکتيا د راډيو تلويزيون ريس عاشق الله اخلاصيار وايي چي قومي مشر مقبل فضلي د معارف د پراختيا او د قومونو د يووالي لپاره ډيري هلي ځلي کولې ، ښاغلی اخلاصيار وايي نوموړي ته په دې وروستيوکي څو ځله د ناڅرګندو کسانو لخوا د عامه خدمتونو او تعليم و تربيې دچارو څخه د لاس اخستني اخطارونه ورکول سوي وو.
پر ډيورنډ کرښه پرتو سيمو کي په منظم ډول د ښوونځيو سوځول، زده کوونکو ، محصلينو او استادانو ته اخطارونه ورکول يا د ښځينه زده کوونکو مسمومول او پر مخونو زهر ور پاشلو پېښي تر دې پخوا هم رامنځته سوي دي ، د ځينو په اړه يې په دولتي کچه له تحقيقاتو د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتو لاس لرل څرګند سوي دي.
د اوښتون کلتوري ټولني د نوموړي پر مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده او لراوبر ته يې په رالېږل سوي پيغام کي د نوموړي پېژندګلوي او خدمتونه داسي ياد سويدي:
ياد شهيد د لويې پکتيا قومي مشر، جهادي قومندان او د سرحدونو او قبايلو چارو د اوسني سرپرست وزير ډاکتر محمد اکرم خپلواک د تره زوی و.
مقبل فضلي له اوږدې مودې را په دې خوا د سولې لپاره هلي ځلي کولې، د ټولنيزو ستونزو په هواري کې يې د وس تر بريده منډه ترړه کوله او د ولسي شخړو او جنجالونو په هواري کې يې مهم رول لاره.
ارواښاد فضلي د هيواد د ښېرازۍ او ابادۍ په چارو کې خورا مخلص او بانفوذه شخص و، دی يوازې يو قومي مشر نه و، بلکې يو داسې مدني فعال و، چې د پکتيا په هره غونډه کې به يې برخه اخيسته او د ټولنيزو ستونزو د هواري په موخه به يې د رسنيو له لارې د خلکو غږ راپورته کاوو.
نوموړي د ښوونکو د روزنې په يوه موسسه کې هم دنده اجرا کړې، چې د خپلې لوېدلې ټولنې لپاره يې ډېر څه په دې برخه کې هم کړي وو.
حاجي مقبل فضلي يوازې د پکتيا په کچه د ستونزو د هواري غږ نه را پورته کاوو، بلکې د هيواد په کچه په ځينو لويو او ژونديو مسلو کې يې ځان مسول باله، ارواښاد به هر وخت د سولې او روغې جوړې خبرې کولې او له دې روان اخ و ډب نور تنګ شوی و.
ياد قومي مشر تر دې بريده ځان بې طرفه باله، چې هيڅ وخت يې د وېرې احساس نه کاوو او په ازاد ډول به د قومي مسايلو د هواري په موخه ناامنو سيمو ته هم ته، چې د روان لمريز کال د وږي د مياشتې په دېارلسمه نېټه يې د دې دنيا خپل وروستي منزل ته ځان ورساوو او د بې دردو د ټوپک مرمۍ يې په سر کې سړې شوې.