په پېښور كې بمي بريد د دريو پوليسو په ګډون څلور تنه ټپيان كړل
حبيب تاثير - کوټه
تازه راپورونه وايي: چې نن د جمعې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په شپږمه نېټه د ماښام تر لمانځه وروسته د خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې بمي بريد د دريو پوليسو سرتېرو په ګډون څلور كسان ټپيان كړل.
لراوبر ډاټ كام ته د تازه وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: دغه چاودنه څه شېبې وړاندې د د دغه ښار په هشنغرۍ كې د پوليسو په تاڼه كې شوې ده.
پوليسو ويلي دي چې دغه چاودنه په تاڼه كې د دننه په ولاړ موټر سايكل كې چې له پخوا څخه په كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وو رامنځ ته شوې ده، چې درې تنه پوليس او يو ولسي وګړى يې ټپيان كړي دي.