فريبا احمدي کاکړ د ۴ مېرمنو او ۲کوچنيانو په بدل کي تبادله سوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 7th, 2013


د ولسي جرګې استازې فريبا احمدي کاکړ تېره ورځ په غزني کي د څلورو ښځو او ددوی د دوو ماشومانو په بدل کي تبادله او ازاده سوه.
دطالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وایي دغه ښځي يوازي دځينو طالبانو دخپلوۍ په جرم د کابل ادارې داستخباراتو لخوا نيول شوي وي او ځیني یې له لسوکالو را هيسې په تورو زندانونو کې تر ربړو لاندي وي ، اوپه راتلونکي وخت کې یې هم درا خلا صیدو کوم څرک نه لګیده چي پر ځينو يې د محکمې لخوا د شلو کالو قید هم راوتلی و.
ذبیح الله مجاهد وايي دغه تبادله په غزني کي وسوه،نوموړی وايي چي فريبا احمدي يې ددغو بېګنا ښځو او ماشومانو د خلاصون په موخه په د دولت د بنديخانو د چلند خلاف په ډير عزت ساتل کيده او بشپړ اسلامي چلند ورسره سوی دی خو د کابل محاکمو ته اشاره کوي چي یادي سوي ښځي او کوچنيانو باندي يې صرف په دې تور چي د طالبانو د کورنۍ غړي دي تر شلو کالو پوري قيد را ايستلی و.

Copyright Larawbar 2007-2024