په بادغيس کې ۶ پوليس له طالبانو سره يوځای شول

د لراوبر اداره | سپتمبر 16th, 2013


طالبان ادعا كوي چي نن سهار دبادغيس ولايت مرکز قلعه نو اړوند نجکي سيمه کې ۶ تنه پوليس چې دنجکي اوسيدونکي دي له خپلو وسلو سره ددوى سره يوځای شول ، دطالبانو وياندذبيح الله مجاهد په خبره د ور تسليم شوو کسانو نومه په لاندي ډول دي :
۱ــ قومندان انور
۲ــ سرور خان
۳ــ محمد رحيم
۴ــ عبدالعظیم
۵ــ نادرشاه
۶ــ عبدالحکيم
دولتي چارواكو تر اوسه دطالبنو د ددغي ادعا په باب مالومات نه دي وركري.
د چارو څارونکي طالبانو ته د پولیسو ور اوښتل په دولتي اداره کي فساد او دوی ته د تنخاو او اکمالاتو پر وخت نه رسول بولي.

Copyright Larawbar 2007-2024