بلوچستان کې د زلزلې له امله٢٠٠ کسان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 25th, 2013


کوټه: دبي بي سي دخبر له مخې په بلوچستان ايالت کې زورورې زلزلې له امله ۲۰۰ کسه وژل شوي دي او ۳۰۰ نور يې ټپيان دي.تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د بلوچستان د اواران سيمه ده چې زيات خلک په کې مړه شوي دي. د اواران مرستيال مشر عبدالرشيد ويلي چې يوازې په اواران سيمه کې نژدې ۲۰۰ کسه وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان دي.پاکستاني چارواکو خواړه، د څښلو پاکې اوبه او په درملو او نورو اړتيا وړ توکو بار لارۍ سيمې ته استولي دي.د سې شنبې په مازيګر د شوې دغې زلزلې ټکانونه د سندهـ په سویل، بلوچستان او د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې محسوس شوي دي.د پاکستان د ځمک پېژندنې ادارې ويلي چې د زلزلې زور د ريکتر په کچه ۷،۷ درجې و.له سيمې ورکړای شوي راپورونه وايي چې زلزلې د خلکو کورونه او ډیری خامې ودانۍ نړولي او د کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.خو ويل کېږي هغه ودانۍ چې پخې جوړې شوي، ډېرې نه دي ځپل شوي.د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مشر محمد حنيف ويلي چې زلزله په ځايي وخت د مازیګر په څلور نيمو بجو وشوه.ښاغلي حنيف ويلي چې د زلزلې د ځواکمنتيا درجه لوړه وه او مرکز يې د بلوچستان ايالت د جنوبي سيمو مکران او خضدار نه ۱۲۰ کيلومتره لرې د سويل ختيځ خوا وه.دی وايي چې د زلزلې واړه ټکانونه د منځني ختيځ په عمان او د ايران په سويل ختيځو سيمو کې محسوس شوي دي.د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ، حيدر اباد او د بلوچستان په سبی، بولان، خضدار او ډېره مراد ښارونو کې خلکو د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.د اپریل په میاشت کې په ایران کې یوې ورته زلزلې چې اووه اعشاریه اته ثبت شوې وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان ووژل او له ۱۲ زرو نه ډېر پاکستانیان یې زیانمن کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024