په كشمير كې د پوليسو او پوځيانو په ګډون دولس تنه ووژل شول
حبيب تاثير - کوټه
د هندوستان تر واك لاندې كشمير كې وسله د پوليسو پر پوسته باندې د بريد له امله د پوليسو او پوځيانو په ګډون دولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
نن د پنج شنبې په ورځ د سپټمر د مياشتې په شپږ ويشتمه نېټه د كشمير مېډيا سروس خبر وركوي چې دغه بريد سهار مهال د هيرا نګر په ولسوالۍ كې ترسره شوى دى.
د دوى په خبره: بريدكوونكي په يوه ركشه كې راغلي او په ياده پوسته باندې يې بريد كړى دى چې پورته ذكر شوي كسان يې وژلي دي.
كه څه هم تراوسه پوري پوره مالومات نه دي وركول شوي خو د راپور په اساس چې وايي په وژل شويو كسانو كې شپږ تنه پوځيان، څلور تنه پوليس او دوه تنه ولسي وګړي شتون لري.
دوى وايي بريد كوونكي له دريو تر څلورو تنو پوري وو چې له بريد څخه وروسته يې د پوليسو موټر تښتولى او د سامبا ولسوالۍ په لوري تښتېدلي دي، رسنۍ خبر وركوي چې تر ډېره وخته پوري د پوليسو او وسله والو تر منځ مخامخ جګړه هم شوې ده.