امریکا بي پیلوټه الوتکو یو وار بیا طالبان تر برید لاندي ونیول
د کونړ د چپی دري ولسوالۍ په ګوسالک سیمه کي تیره شپه دولس بجي د امریکا جاسوسو الوتکو په راکیټي برید کي دري تنه طالبان وژل شوي دي.
دا طالبان وروسته له هغه یو ساعت وژل شوي چي په همدي شپه په همدي سیمه کي طالبانو یو تن په دي تور وژلي وه چي ګواکي امریکا جاسوسي کوي.
د کونړ د چپي دري امنیه قومندان نجیب الله وايي چي په دي پیښه کي د طالبانو د یوه ځايی قومندان په شمول دري تنه طالبان وژل شوي دي
ګوسالک د نورستان د وامه ولسوالۍ سره د کونړ یوه پرته سیمه ده.
ګوسالک په چپه دره کي د طالبانو تر ټولو لوي مرکز دي د نورستان د امنیت امیر سمونوال علام فاروق یادونه کوي چي د ګوسالک د طالبانو په زور د نورستان لویه لاره بنده ده نوموړي دا ډول بریدونه ددي لاري د خلاصون په برخه کي ستر ګام بولي
تر اوسه طالبانو په دي اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي.
د یادولو وړ ده چي له تیرو دري ورځو را په دیخوا دا په کونړ او نورستان کي د امریکا د جاسوسو الوتکو دا دریم برید دي چي په طالبانو يي ترسره کوي.