په زابل کی په لمړي ځل دښځو دپرده دوزۍ پروژه پرانستل شول

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 22nd, 2013


دغه پروژه ددو میاشتو لپاره دښاروالي له لاري درمپ اپ موسسی په مرسته دښځو چارو په ریاست کی دښځو دروزولو په موخه پرلاره واچول شول ، دزابل ښاروالي مرستیال عابد پوپل وایی پدغه پروژه کی به ۱۵ ښځي دپرده دوزي په برخه کی وروزل شی او په راتلو نکي که به دغه میرمني وکړای شی چی دخپلی کورنیو لپاره دقتصادي وضعیت دبرابرولوپه برخه کی ورڅخه استفاده وکړي ، نوموړي زیاتوی چی دښاروالي لخوا ورته دخیاطي ټول مواد برابر شوی او نن یی رسمي په کار پیل وکړ

ددغه پروژي یوشمیر زده کونکي وایی ددو میاشتو په ترځ کی به وکړای شی چی دپرده دوزۍ په برخه کی ټول معلومات ترلاسه کړي ځکه ددوي په خبره چی د یوي مسلکي ښونکي لخوا زده کړه ورکول کیږي
دیادوده چی په زابل کی تردي وړاندی هم دښځو لپاره دسینګار یوه پروژه دښاروالي لخوا پرلاره اچول شوی وه چی هغه مهال هم پکی لسګونه زده کونکي وروزل شوی ، پدی ولایت کی دښځو لپاره لا اوس هم دپام وړ کارونه ندی شوی یوشمیر میرمني وایی باید دولت او نړیوالي موسسي دښځو لپاره خپل پروګرامونه زیات کړی ترڅو دوي هم دولتي ادارو کی کار وکړي ،

Copyright Larawbar 2007-2024