د پوليو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي وستايل سوې
عطاالله محمدي
د سولي اسيا د پوليو د همږغۍ د څار ډلي مشر راډ کورتيز ، چي د خپلو دوو ملګرو سره کندهار ته راغلی و، له کندهار والي سره په ليدنه کي يادونه وکړه چي دا ځل د کمپاين له پيله تر دې دمه د پوليو هيڅ پېښه نه ده ثبت سوې.
راْډ کورتيز د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کي چي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم حاضر و، په کندهار کي د پوليو په وړاندي د مبازې د دې ښه زيري، چي په روان کال کي تر دې مياشتي مثبته پېښه نسته يو په زړه پوري خبر وباله.
نوموړي وويل: ” موږ له دې پرمختګه خبر يو او د دې تائيد کوو. د پوليو د مخنيوي او محوي لپاره زياتي هلي ځلي او کوښښونه ترسره کېږي چي د ښارونو او کيلو تر څنګ په سرحدونو کي هم تر سره کېدونکي هلي ځلي د زياتي ستايني وړ دي”.
کورتيز زياتوي چي نړيوال د دې پرمختګ په اړه هېښ دي او زياتوي چي په دې برخه کې کندهار د ناجيريا ، پاکستان او ټول افغانستان لپاره يو ښه مثال او تجريبه ده، چي بايد عملي يې کړي.
نوموړي وويل، چي تر دې وروسته به يې ټول تمرکز پر دوامداره کمپاين وي، تر څو هره ورځ د کورنۍ مشران وکولای سي، خپل اولادونه په روغتيايي مراکزو کي واکسين کړي.
په ليدنه کي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، د پوليو په برخه کي ټولي بشري او مالي منابع په کار اچول سوي دي او زياتوي چي په کور، مسجد او مکتب کي د پوهاوي کړۍ يې هم بسته کړې او په دې ډول يې پيغام او روانو هڅو ښه نتيجه ورکړې او ټول د دې نتيجې شاهيدان دي.
والي يادونه وکړه چي د کندهار تر څنګ يې د پوليو د مخنيوي د کمپاين لړۍ زابل او اروزګان ولايتونو ته هم غځولې ده چي له کبله يې پر نړيوالو ږغ وکړ تر څو په دې برخه کي ورسره مرسته او همکاري وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده وړاندي په کندهار کي ځيني پېښي ثبت سوي وې خو دا ځل د پوليو د کمپاين له پيلېدو راهيسي له ښه مرغه د پوليو هېڅ پېښه نه ده ليدل سوې