اسلامي حزب: د اسعدآباد پر فوجي مرکز مو بريد کړى

عطاالله محمدي | اکتوبر 29th, 2013


د اسلامي حزب له لوري رسنيو ته خبر ورکړل سوى چي په اسعدآباد کي ئې د باندنيو عسکرو پر يوه مرکز بريد کړى او په پايله کي ئې هغوى ته مرګ ژوبله اړولې.
خبرليکي چي ياد د باندنيو عسکرو مرکز چي د توپچي بېس په نامه يادېږي، پر يو شمېر پوستو ئې د اسلامي حزب له لوري بريد سوى او په پايله کي ئې دوې پوستې زيانمني سوي او د هغوى مخ ته ولاړ دوه فوجي موټرونه له منځه تللي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله باندنيو ځواکونو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024